طالبانو د “الفتح” په نوم عمليات اعلان کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۳)

طالبانو د مخکې په څير د “الفتح” په نوم د نوي هجري شمسي کال د پسرلنيو عملیاتو اعلان وکړ.

د طالبانو له رسمي ادرس (الاماره) ويب پاڼې څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، که څه هم د هېواد زياته برخه ازاده شوې خو زياتوي (زمونږ جهادي وظيفه لا هم سرته نه ده رسيدلې) ځکه لا هم بهرني اشغالګر ځواکونه پوځي حضور او د سياسي واک کنترول په لاس کې لري، له پوځي اډو بمبارۍ کوي، د داخليانو په مرسته چاپې وهي او ملکیانو ته تلفات اړوي.

طالبان وايي، د حکومت د خالد په نوم اعلان کړي عمليات د افغان وژنې، اشغال غزولو او د اسلامي نظام مخنيوي په هدف پيل شوي  غواړي د اسلامي نظام په مخ کې د شګو بندونه جوړ او خپل شوم هدف ته ځان ورسوي.

ي شمسي کال د پسرلنيو عملیاتو اعلان وکړ.

په اعلاميه کې راغلي، دا چې له خپل دین، خاورې، سر، مال او ناموس څخه دفاع او ساتنه لازمه ده او له پردي  ښکیلاک څخه د اسلامي هیواد بشپړه آزادي جهادي فریضه ده، اسلامي امارت د همدې جهادي فریضې د تکمیل په موخه د نوي هجري شمسي کال په رابریدو سره د ( الفتح) په نوم جهادي عملیات اعلانوي.

لاندې څو ټکي دي چې طالب مشرانو خپل د جهادي لیکو کسان ورته متوجه کړي دي:

– په پوره اخلاص او هماهنګۍ سره د (الفتح) جهادي عملياتو د پيلولو امر.

– د اشغال له منځه وړل، له اشغال او فساد څخه د اسلامي هیواد تصفیه، د اسلامي نظام اقامه کول او د خپلو مؤمنو هیوادوالو دفاع او خدمت.

– مجاهدین مکلف دي چې د عملیاتو په لړ کې د اطاعت اصل په پام کې ولري ( خپل جهادي کردار باید د جهادي لوائحو او خپلو آمرانو د لارښوونو په رڼا کې ترسره کړي. د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون او نورو ذی ربطه اداراتو لخوا چې هر امر او توصیه کیږي باید په کلکه یې رعایت کړي).

–  مجاهدین وروڼه باید په جهادي چارو کې له غدر، غلول، خیانت او نورو ناروا کارونو څخه ځان وژغوري. د هیوادوالو د سر او مال حفاظت، دغه راز د عامه شتمنیو او عام المنفعه تاسیساتو ساتنه باید خپله وظیفه وبولي.

اعلاميه کې یوځل بيا د دولت په نظامي کسانو غږ شوی چې له جګړې لاس واخلي، طالبان به يې د سر او مال ضمانت وکړي زياتوي د دغه عملياتو مهم هدف د دولت له نظامي ليکو د اردو، پوليسو او اربکيانو را ايستل دي ( اسلامي امارت په باطل صف کې د دوی د مرګ په ځای، دې ته ترجیح ورکوي چې دوی له بر حق صف ( اسلامي امارت) سره یو ځای شي او خپل سر او مال وژغوري).

دا چې طالبانو په وروستيو کې زياتې سيمې نيولي زیاتوي مجاهدین په لوړ جهادي عزم سمبال، له حربي تجربو- تکتيکونو او ولسي ملاتړ برخمن دي نو هيله يې څرګنده کړې چې سږ کال هم پراخې سيمې، پوځي مرکزونه او ښارونه د دولت له حاکمیته اوباسي.

له تيرو څو کلونو راهيسې طالبان د پسرلي په رارسيدو سره په ځانګړي نوم د نوي کال عمليات اعلانوي.

تير کال طالبانو د (الخندق) په نوم عمليات اعلان کړي و چې د شنونکو په باور بريالي او ډیری پوځي، نظامي او دولتي تأسيسات يې تر خپل واک لاندې راوستي او نيولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button