د اسلامي هیوادونو حکومتونه د یوه طرح شوي پلان په واسطه پرځول کیږي

انجنیر عمیر ویاړ
امریکا په ټولو اسلامي هیوادنو کې لومړی خپل غلامات قدرت ته ورسول او بیا ورته د خپلو مسلمانو ملتونو د ځپلو عملیاتي پلانونه ورکړل، او په دوهمه مرحله کې یې ملتونه وهڅول څو د همدغو ګوډاګیو پر ضد پاڅونونه وکړی څو خپلو کې ووژني او هیواد یې کنډر او امریکا ته نور هم داسې محتاج شي چې د تل لپاره بیا د امریکا پر وړاندې سرونه پورته نکړي، لومړی یې دا لوبه په مصر کې، ورپسې په سوریه او عراق کې او بیا په یمن او لیبیا کې او دادی اوس په سوډان کې، او دا لړۍ به تر هغې روانه وي چې د عربي هیوادونو بیخ او بنیاد وویستل شي او اسرائیلو ته یې په لاس ورکړي ورپسې به پر هغو غیر عربي اسلامي هیوادونو پیل کوي څو هغوی هم وټکوی او اسلامي نړۍ د تل لپاره له اده باده وباسي چې څو په راتلونکي کې هیڅوک د دې جرأت ونکړي او نه سر پورته کړي چې ګوندی اسلامي قوانین نافذول غواړی او یا هم اسلامي هغه خلافت راژوندی کوی غواړي چې له دوی څخه به یې مالیې اخیستې.
د سوډان د دفاع وزير عوض بن عوف اعلان وکړ چې ولسمشر عمر البشير يې په خوندي ځاى کې بندي کړى، او حکومت به د راتلونکو دوه کلونو لپاره د نظامي انتقالي مجلس له خوا اداره کېږي، مرکزي او ولايتي حکومتونه او پارلمان یې ړنګ اعلان کړل او د دريو مياشتو لپاره يې د بيړنى حالت خبره وکړه.
عمر البشير يو فکري او عقیدوي کرکټر دی، هغه چې کودتا کوله نو له هغه سره د اسلامپالو او وطنپالو ستر ملاتړ وجود درلود، مرحوم استاد حسن الترابی په مشرۍ ملي اسلامي جبهې د عمر البشير لپاره ولسي او کدري ملاتړ وکړ، عمر البشير د خپلې واکمنۍ په ټوله موده کې د اسلاميونو د خط استازولي کړې.
عمر البشير په تېرو دېرشو کلونو کې د سوډان حکومتي سېسټمونه او بنسټونه په فکري اډانه اباد کړل، د حکومت او نظامي بنسټونو فکتورونه یې د همدغې فکري خط ملګري وو، کنه نو د غرب او امريکا د اوږدو بنديزونو مقابله یې نشوال کولای د وخته به یې د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي وای.
د اسلامي امت په قضيو کې سوډان تل د فلسطين د قضيې بېسارې ننګه کړې او په دې سلسله کې اسرائيل څو ځلې د سوډان پر نظامي تاسيساتو هوایی بريدونه هم کړي دي، په ۱۳۹۱ کې چې کله د سوډان د توغندويو د توليد کارخانه وسوځېده د اسرائيلو د هوایی برید یې لامل و د اسرائيل اته جيټ الوتکې له سره سمندرګي تېرې شوې او د سوډان په یاده کارخانه يې بمونه وغورځول.
له عمر بشير سره د امريکا او غرب ورانه تر سياسي او اقتصادي فکټورونو ډېره پر فکري او تمدني بنسټونو وه غرب په اسلامي هېوادونو کې د بشر حقوق د بيان ازادي او ډيموکراسي په پلمه د خپلو غلامانو په واسطه اسلامپالي ځپي، دا چې ټرامپ همدا پرون د مصر ديکتاتور کودتا چي عبدالفتاح السيسي ته په سپينه ماڼۍ کې د عظيم رهبر خطاب وکړ او ويې ويل چې دغه عظيم رهبر عظيم ماموريت په مخ کې لري د دې خبرې غوره ثبوت دی.
د امريکا خارجه وزير پمپيو هم په کانګرس کې د دې خبرې مخالفت وکړ چې ګنې السيسي ته دې ديکتاتور وويل شي.
دا په داسې حال کې چې د مصر زندانونه د لسګونو زرو سياسي او فکري مخالفينو نه ډک دي، په سياسي اختلاف وګړو ته د دارخړونې سزاګانې ورکول کېږي، په لارو کوڅو کې سياسي مخالفين د وسله والو نښتو په جعلي ډرامو کې ترور کېږي، پر ګوندونو بنديزونه وضع شوي دي، د بيان ازادي په مکمل ډول بنده شوې ده، ټاکنې جعلي او تزويري ترسره شوي دی او پوځ پر ټول هېواد واکمني کوي خو ټرامپ پر دې ټولو سربېره سيسي ته ستر رهبر وايي!



