کابل ټکی کام ( جمعه، ۲۳وری، ۱۳۹۸ل)
دامریکا وتلې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په یو رپوټ کې د سرچینو له قوله لیکلي چې د افغانستان اجراییه رییس د راتلونکې میاشتې د سولې مشورتي شورا (جرګې) د بایکاټ ګواښ، اوهڅه کوي ترڅو ددې مخه ونیسي.
رپوټ وایي، عبدالله عبدالله، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني ستر سیال دی، وېره لري چې غني به دغه شورا د ټاکنیز کمپاین له پاره وکاروي.
تمه کېږي چې د سولې مشورتي لویه جرګه به راتلونکې میاشت په کابل کې جوړه شي، څو د سولې پروسه باندې خبرې وکړي.
د دغې جرګې له پاره یو شمېر غړي ټاکل شوي دي.
ویل کېږي چې د دغې جرګې لګښت پنځه میلیونه ډالر دی.
ددې جرګې په اړه نورو وتلیو سیاسیونو هم ورته شک ښودلی، طالبانو هم له خلکو غوښتي تر څو په دې جرګه کې ګډون ونکړي، اودا یې دملي پرځای یوه حکومتي جرګه بللې.
















