د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه په لومړي ځل فضا ته پورته شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۵)

د وينګسپن (Wingspan) په نوم د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه په لومړي ځل فضا د الوتنې لپاره پورته شوې ده.

ياده الوتکه د سټراټولانچ (Stratolaunch) کمپنۍ جوړه کړې چې پراخوالی يې ۱۱۷ متره د فوټبال د یوه لوبغالي په اندازه دی.

یاده الوتکه چې شپږ ماشينونه لري په لومړۍ الوتنه کې يې په يوه ساعت کې څلورنيم کيلومتره مزل کړی او د سرعت کچه يې په ساعت کې ۲۷۴ کيلومتره ښودل شوې ده.

د سټراټولانچ کمپنۍ وايي، دا د نړۍ تر ټولو لويه الوتکه ده چې فضا ته د سپوږمکۍ د استولو لپاره جوړه شوې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button