پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

طالبان او په پاکستان کې د سولې د څلور اړخیزې ناستې لوبغاړي

kabull نشرونکی: kabull
جنوري 9, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
8
ځلې شریک شوی
101
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

شاهین افغان — د افغان رسنیز او څېړنیز مرکز شناند

 سريزه

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

طالبانوته نېژدې سرچینو منلې ده، چې داځل به په څلور اړخیزه (افغانستان،پاکستان،امریکا او چین) دمذاکراتو په ناسته کې،چې ټاکل شوې ده تر راتلونکو دوو ورځو پورې د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ښار کې ترسره شي دیو رسمی او باصلاحیته استازي په ټاکلو به دسولې په خبرو کې گډون وکړي.

بېلا بېل معلومات ښيي، چې شونې ده دملا اختر محمد منصور له مرستیالانو څخه یو تن د پلاوي مشري وکړي، خو دا خبره تردې دمه د طالبانو سرچینو نه ده تایید کړې او نه يې رسمي ویندویانو په اړه غبرگون ښوولی دی.

د۲۰۰۱زکال را پدې خوا له کله نه چې امریکایانو او افغان ائتلافیانو يې په افغانستان کې دطالبانو حکومت ړنک کړ او غوښتل يې په افغانستان کې ددوی په خوښه یو دیموکرات حکومت راوستلو ته لاره هواره کړي، خو دطالبانو لخوا د۲۰۰۳ز کال څخه په منظم او منسجم ډول د بیا ځلي راپورته کېدل او دامریکايي اشغال په خلاف جهادي مقاومت تر څوارلسو کلونو جنگو روسته، نړیوال جنگي ستر قوتونه، په ځانگړې توگه امریکایان دې ته اړکړل، چې پر طالبانو دیو سیاسي مسلح قوت په توگه اعتراف وکړي اوبالاخره خپله جنگي ستراتیژيیو څه بدله او دافغاني قضیې دحل لاره سیاسي خبرې اوسوله وبولي.

د جنگ او جگړو او زور ازمویلو په ځای سوله او د یو او بل اړخ نظر زغم او خبرو ته يې احترام او د معقولو طرحو وړاندې کول او اورېدل هغه منل شوی اصل دی، چې تل يې د نړۍ د ولسونو تر منځ ستر ستر ناورینونه له منځه وړي او د بېلابېلو قومونو او ملتونو تر منځ بالاخره د هوسا او امن ژوند لامل گرځيدلي دي.

افغانان، چې له بده مرغه هر وخت د ښه باور یا د خپلو مجبوریتونو له امله د خپلواکه ارادې په نه درلودلو یا په بشپړه توگه د ازادۍ انگېرنې په درشل کې د گاونډیانو یا سیمه اییزو هېوادونو او سیاستونو قرباني شوي دي، دا دی یو ځل بیا د تېرو فرصتونو په تعقیب یو ښه چاڼس رامنځ ته شوی، چې هم افغان حکومت، هم مهم او اساسي رول درلودونکی گاونډی پاکستان او هم په افغانستان د خارجي اشغالگرو مخکښ امریکا او نړیوالی سیال قوت یې چین د افغاني سولې په نوم سره غونډه کوي.

دا ناسته دسولې د خبرو دوهم پړاو بلل شوی، چې له هغه وخت څخه ځنډېدلی،له کله نه چې پاکستان غوښتل د دوی لخوا د مذاکراتو په نوم د طالبانو او افغان حکومت تر مینځ د مخامخ خبرو پیل شوې پروسه د دوهم ځل لپاره د ۲۰۱۵ز کال د جولای میاشت په وروستیو کې دخپلې اجنډا له مخې ترسره کړي، خو دطالبانو دمؤسس او پخواني مشر ملا محمد عمر دمرگ خبر دا لړې له خنډ سره مخ کړه.

افغان سوله او پاکستاني لوبغاړي

فکر کېږي، چې داځل به هم پاکستان دخپلو مصالحو له مخې دناستې اجنډا چمتو کړې وي، خو طالبانو پتېیلې ده، چې له دې موقع څخه په گټه اخیستنې،له ناستې سره سم به دواقعي سولې اوخبرو اترو لپاره چمتو والی ولري او له فرصت څخه به دخپل موقف په لاغښتلي کولوکې گټه واخلي، څو وکولای شي، له خپلو هېوادوالو سره د ريښتوني سولې اړوند ارادې شرېکې کړي او تر نړیوالو هم ورسوي، چې د سولې په مخ کې بهرني خنډونه څوک او کوم دي.

ویل کېږي، داځل طالبان غواړي له افغان حکومت سره په هغو مواردو کې، چې تر افغان حکومت پورې تړاو لري مخامخ خبرې وکړي، هم دا راز به د افغان سولې د قضیې هغه اړخونه چې سیمه اییز او نړیوالې حیثیت لرې او تر یوه بریده تضمین ولري، بحث کړل شي، څو له یو پلوه دافغان حکومت موقف اودسولې په اړه یې اراده وکتل شي او له بل اړخه به امریکایان اونړیوال هم دافغان سولې په برخه کې خپل دریځ څرگندکړي. البته چین په دې اړه له پخوا دخپلو مرستو او رول وړاندیز کړی و.

هغه مهال چې پاکستان د «اسیا زړه» هېوادونو په کنفرانس کې د افغان ولسمشر اشرف غني سره په څلور اړخیزه او څو اړخیزو ناستو کې په کلکه ژمنه وکړه، چې طالبان به د سولې پروسې ته اړ باسي، کوشش يې دا وو، چې د تېر په څېر به د دې ناستې او خبرو امتیازات هم د دوی د مصالحو په چوپړ کې وي، خو داسې برېښي چې طالبان د یو تریخ حقیقت په تېرولو، چې د پاکستانۍ ژمنې له مخې به خبرې وي، غواړي له دې موقع څخه په استفاده د سولې په اړه یو ځل بیا له قوي موقف څخه گډون وکړي او په خپله هغه موخه کې به بریالي راووځي، چې غوښتل يې په خبرو کې د جنگ اساسي درې لوري (افغان حکومت، امریکا او طالبان) گډون ولري او هم ورسره نړیوال تضمین شتون ولري، چې دا دی د چین استازولي او د پروسې برخه کېدل به د طالبانو موقف ته لا قوت ورکړي، څو په پوره ډاډ خپلې غوښتنې تر نړیوالو پورې په نړيوال تضمین ورسوي.

دا چې پایله به څه وي یا دا چې د دې څلور اړخیزې یا پنځه اړخیزې لوبې گټونکي به څوک وي او د چا په گټه به تمامېږي، وخت او د ناستې بحثونه به یې ځواب په ډاکه کړي.

افغان سوله او سیمه اییزې ناندرۍ

د افغان سولې خبرې په داسې وخت کې رامنځ ته کېږي، چې په سیمه اییزه توگه دایران او عربي نړۍ په ځانگړې توگه د سعودي عربستان تر منځ ناندریو پوره زور اخیستی دی او ایران به هم د خپل نفوذ او د افغانستان د سولې په برخه کې د مهم رول لوبونکي په توگه چوپ پاتې نه شي. دایران دبهرنیو چارو وزیر تېره ورځ داجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر ورتگ وروسته په ډاکه کړه،چې هېواد يې دافغان سولې په برخه کې هرډول همکارۍ ته چمتو دی.

دا څرگندونې ایران وروسته له هغو کوي، چې دسعودي عربستان د محکمو لخواد ترهگرۍ په تړاو د۴۷ تنو داعدامونو په لړۍکې یو هم سعودي تبعه شیعه عالم(نمر باقر النمر)و، چې په سیمه کې يې شیعه مذهبه راوپارول او په پايله کې په تهران اومشهدکې قهرېدلو شيعه وو دسعودي عربستان سفارت اوقونصلگریو ته اور ورته کړ.

سعودي عربستان سملاسې له ایران سره ديپلوماتيکی اړیکې پرېکړي، چې ورسره په خپلوار،سوډان، بحرین، قطر،کویټ، جیبوتی، صومالیا او یو شمېر نورو عربي هیوادونو هم خپل سفیران له تهرانه احتجاجا راوغوښتل او ډیپلوماټیک روابط یې بندکړل.

همدا راز افغانستان هم په یوه اعلامیه کې، چې د ارگ لخوا خپره شوې دایران لخوا په تهران او مشهد کې د سعودي عربستان په دیپلوماتیکيو ارگانونو او اشخاصو تېرئ او د هغوی نه ساتنه يې غندلی او دایې د ویانا له تعهداتو خلاف عمل بللی او په دواړه دوستو او اسلامي هېوادونو يې غږکړی دی، چې خپل منځی کړکیچ دې ددبلوماتيکو لارو څخه حل کړي.

پایله

طالبان هم په ورته وخت کې غواړي دعربي او سیمه اییزو هیوادو نو د سیاست توازن ته په کتو، او داچې دلته په افغانستان کې دداعش نفوذمخ په زیاتېدودی، چې د شتون او نفوذ په اړه يې د کورنیو او بهرنیو مهمو کړیو د ملاتړ خبرې کېږي،دسولې او مذاکراتو لپاره دیو نوي میکانیزم له مخې راڅرگندشي، څو وکولای شي، د افغان سولې پروسه د خپلې ستراتیژې له مخې په مخ بوځي او په ورته وخت کې د سیمه او نړۍ د کړکیچ انډول هم د خپل ځان او سیاست په گټه وکاروي.

که د طالبانو وروستیو سیاسي تحرکاتو او د راولاړ شوو داخلي اختلافاتو ته وکتل شي، داسې برېښي چې طالبانو د کورنیو او گاونډیانو دې لوبې ته هم د پای ټکی کښېښود، دوی له تېروڅلورو میاشتو راپدېخوا د خبرو او په ځینو برخو کې د جنگ له لارې وکولای شوای،دخپلمنځي اختلافاتو او نوې ډلې او امارت د جوړېدو د لوبو لړۍ ختمه کړي او جلا شوي مشران لږ تر لږه یا قانع کړي، يايې راخپل کړي یا یې هم په کورکینولوته اړکړي، چې په دې لړکې يې دطالبانو درهبرۍ شورا دوه تنه جلا شوي غړي هر یو عبدالرزاق او ملامحمدحسن اخند د دې شورا له غړیتوب څخه لرې کړي دي او دوه تنه نور، چې یو يې د تحریک د مؤسس او پخواني مشر ملا محمد عمرزوی ملامحمد یعقوب او ورور يې ملاعبدالمنان په رهبرۍ شورا کې اضافه کړي دي.

داسې شکونه هم شته، چې پاکستان به د طالبانو دې دريځ ته د شک په سترگه گوري او کوښښ به وکړي، د دوی نه گډون یا منزوي کېدوي په پلمه به د راتلونکې ناستې په برخه کې خپل استخباراتي رول تر سره کړي، چې بې له شکه به يې امتیازات تر لاسه شي.

 

مخکینې مطلب

د هفتې غوره تصویرونه

بل مطلب

پاچا او درې وزیران

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 29, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له کندهاره اماراتو ته د الوچو لومړني صادرات پيل شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com