پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

مختصر نبوي سیرت: دوهمه برخه

محمود نشرونکی: محمود
اپریل 14, 2019
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
16
ځلې شریک شوی
194
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليكوال: عبدالرحمن محمود

بي بي آمنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مور او عبدالله یې پلار وو، د بي بي آمنې د حمل دوه میاشتې پوره شوې وې چې خاوند یې د شام له تجارت څخه د را ګرځېدو په حالت کې د خپلو ماماګانو سره په یثرب کې مېلمه شو او هلته یې د أجل داعي ته لبیک ووایه او وفات شو، د بي بي آمنې د حمل نېټه پوره شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم په (۵۷۱)م کال، چې د عام الفیل أول کال وو، و دنیاء ته راغی، عام الفیل هغه کال وو چې أبرهة الأشرم د مکې مکرمې د نړولو اراده وکړه مګر الله جل جلاله یې مکر أو کید نامراده کړ، مکه مکرمه یې وساتله، دا حادثه د عربو لپاره ډېره مهمه وه نو ځکه خو دوی د تاريخ پیل له دغه کال څخه کاوه.

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې خپل نیکه عبدالمطلب د محمد نوم کېښود، د رسول الله صلی الله علیه وسلم قابله / دايه. ( الشفاء) د ابن عوف رضي الله عنه مور وه، أول چې یې و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شيدې / تی ورکړ هغه ثویبه د ابولهب مینځه وه.

د قریشو عادت دا وو چې خپل ماشومان به یې د ښه پرورش لپاره و صحراؤ ته لېږل، او معمول دا وو چې ټولی ټولی ښځې به راتلې او د أجرت په توګه به یې ماشومان أخیستل بیا به یې و دښتو ته بېول او ساتنه به یي ورڅخه کول.

یوه ورځ د بني سعد د قبیلې ښځې و مکې ته راغلې، هر یوې خپل ځان ته ماشوم پیدا کړ، خو یوې هم و محمد ( صلی الله علیه وسلم) ته زړه ښه نکړ ځکه چې هغه یتیم او فقیر وو، فقط حلیمه چي د أبي کبشه مېرمن وه بل ماشوم یې پیدا نکړ نو مجبورا یې محمد ( صلی الله علیه وسلم) واخیست،بي بي حلیمې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم واخیست د خیر او برکتونو ورته مخه شوه، په تیو کې یې شيدې ډېرې شوې، په کومه دښته کې چې أوسېدل واښه او نباتات پکښې پرېمانه شول، پسونه یې ماړه سول، حیونات یې أسوده شول، خلاصه دا چې ټولو بني سعد د برکت احساس کاوه، بي بي حلیمې دا ټول برکت ددغه ماشوم په وجه باله، خاصتا هلته یې ډېر یقین شو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم شق الصدر وشو.

بي بي حلیمه قیصه کوي چې یوه ورځ محمد د خپلو وړونو سره د کور و شاته په لوبو بوخت وو، چې یو ورور یې په منډه راغی او موږ ته یې وویل چې زموږ هغه قریشي ورور ته دوه خلګ راغله سپینې جامې یې په تن وې بیا یې هغه پرېباسه او نس یې ورڅخه څېرې کړ، موږ هم سمدستي ور ووتلو چې و مو کتل د محمد رنګ تغیر کړی وو، طبعیت یې خسته وو ، ابو کبشه په خپل غېږ کې و نیوی او ورته ویې ویل چې زویه څه در وشوه؟ هغه ورته وویل چې دوه خلک سپینې جامې یې اغوستې وې، چې زه یې ولیدلم یوه و بل ته وویل چې دغه دی؟ هغه ورته وویل هو، بیا يې زه پرې باسلم، نس یې راڅخه چاک کړ، یو شي پسې وګرځېدل هغه یې پیدا کړ او ویې باسه، زه نه یم خبر چې هغه څه شی وو؟

بي بي حلیمې هېڅ کله نه غوښتله چې محمد صلی الله علیه وسلم وخپلې مور ته وسپاري ، مګر کله چې یې دا حادثه ولیدله وارخطاء شوه چې هسې نه په محمد باندې یو څه وشي، نو سمدلاسه یې رسول صلی الله علیه وسلم و خپلې مور بي بي آمنې ته وسپاره.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلې موره سره یو ځای سو، عمر یې د څلور کاله په شا وخوا کي وو، بي بي آمنې د خپل خاوند د قبر د زیارت لپاره او د نورو خپلوانو د لیدلو لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د خپل ځانه سره و یثرب ته بوت، کله چې له هغې خوا را ګرځېدله د رب العزت جل جلاله د فیصلې مطابق مور یې هم په أبواء نومي ځای کې وفات شوه، د بي بي آمنې عمر تر شل كاله کم وو چې وفات شوه بلکې خاوند يې عبدالله هم و شل کاله ته نه وو رسېدلی چې وفات شو، ډېر کم داسې پېښېږي چې خاوند او مېرمن یې په همدې عمر کې وفات شي، خو دا ددې لپاره چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هر یتیم لپاره نمونه شي، د دنیاء پر سر داسې یتیم نشته نه مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هغه ډېر یتیم وو.

بي بي آمنه چې وفات شوه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ساتنې چارې نیکه یې عبدالمطلب په غاړه واخیستلې، عربو به ویل چې نیکه هم دوهم پلار دی، أم ایمن ورته لکه مور داسې شوه، هغې په رسول الله صلی الله علیه وسلم کې داسې اثار او اخلاق محسوس کړه چې دده په همزولو کې بلکې تر ده په مشرانو کې محال وه چې پیدا شي.

عبدالمطلب د قریشو مشر أو سپینږیری وو، معزز شخصیت وو، د مجلسونو او جوړې او روغې سړی وو، د ده په تربیه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند کاوه، مګر دا صحبت هم ډېر اوږد نشو، عبدالمطلب وفات شو د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر تر أته کاله زیات نه وو، بیا یې د کفالت چارې د أکا أبوطالب پر ذمه شوې، أبو طالب تر حد زیات محبت ورسره کاوه، یو خو یې د خپل ځواني مرګ سکني ورور عبدالله یادګار وو، بل یې پلار عبدالمطلب وصیت هم ورته کړی چې محمد صلی الله علیه وسلم ته به خاص اهتمام کوې ، بل ابو طالب خپله په رسول الله صلی الله علیه وسلم کې داسې أثار لیدلي وه چې  یقین يې وو چې دا به په مستقبل کې یو شخصیت جوړیږي.

نور بیا…

 

المصادر والمراجع: التاريخ الإسلامي لمحمود شاكر، سيرة ابن هشام.

لوی ټکي: رسول الله صشق الصدرکوچينتوب
مخکینې مطلب

اجرائیه رئیس: راتلونکې لویه جرګه بې ګټې ده، موږ پکې ګډون نکوو

بل مطلب

د هند اوپاکستان وروستي کړکېچ افغانستان ته ۱۲ میلونه ډالره زیان اړولی

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com