لغمان: ددولتي ځواکونو مرمیو په ماشومانو انفجار کړی

کابل ټکی کام ( یک شنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل)

 

نن مازدیګر ۴ بجی دلغمان ولایت مرکزمهترلام بسرام لکنډو سیمه کی ددولتي پوستې ترڅنګ پرتې دهاوان مرمۍ ماشومانو رانیولي، چې انفجار یې پرې کړی دی،

د یاد کلي اوسیدونکو رسنیوته ویلي چې په دې پېښه کې ۷ تنه ماشومان په شهادت رسیدلي، او ۸ تنه نور ماشومان سخت ژوبل شوی هم دي.

 

حکومتي لوري تردې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

یوې بلې سرچینې کابل ټکي کام ته وویل چې په دې وروستیو کې ګډو ځواکونو دطالبانو ځپلو لپاره داسې مرمۍ ایجاد کړي چې له لاس لګولو سره انفجار کوي، اودامرمۍ تر چاپو وروسته دطالبانو تر واک لاندې ساحو کې پرېږدي چې شاید دا هماغه مرمۍ وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button