جعفر عمریار
پرون ورځ طالب چارواکو په خپل یو بې سارې اقدام سره په شبرغان کې نیول شوي ۱۲۸ تنه کمانډو، پولیس او اربکیان خوشي کړل او کورونو ته د رسېدو لپاره یې ټولو د لارې سفر خرڅ هم ورکړ.
له دې اقدام یوه ورځ مخکې، طالب ځواکونو د الفتح په نوم نوي پسرلني عملیات هم پیل کړي وو، چې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې یې د افغانستان په لر او بر کې د سلګونو بریدونو په ترسره کولو سره ډېرۍ سیمې له خپلو مخالفینو ونیولې.
طالب ځواکونو په خپل دغه اقدام سره نه یواځې شرعي مسئولیت تر سره کړ؛ بلکې د زرګونو بې وسه افغان کورنیو زړونه یې هم لاس ته راوړل.
دا چې امینتي لیکو ته د نوموړو عسکرو د ورستنېدو بنسټیز لامل د خلکو اقتصادي بې وسي ده؛ ښایې له دوی سره دغه ډول نېکه رویه د کابل رژیم په نسکورېدو کې خورا اغېزمنه تمامه شي، د جګړه ییزو چارو د شنونکو له نظره که چېرې د رژیم په امنیتي ځواکونو د یوې میاشتې تنخوا ګانې بندې شي، ښایي ټول امنیتي ځواکونه له ځنډه پرته منحل او له منځه لاړ شي؛ ځکه دوی له معنوي او ملي ارزښتونو پرته یواځې د معاش لپاره خپل نفسونه او سرونه د طالب ځواکونو د مرمیو په وړاندې اجیر کړي دي.
طالبانو د خپل شرعي مسئولیت او اېماني حرص له مخې څو ځله د دښمن په لیکو کې په ټولو بوختو عسکرو غږ کړی، تر څو د خپل شرعي مسئولیت له مخې د طاغوت هغه لیکې چې دوی په کې د خپل جهالت له مخې بوخت دي پرېږدي، او ورسره خوا کې د امریکایي ښکېلاک د له منځه وړلو او د شرعي نظام د پلي کولو په موخه له مجاهدینو سره یو ځای شي.
د راپورونو له مخې طالب ځواکونو نوموړي بندیان له ټینګې ژمنې او ضمانت اخیستلو وروسته خوشي کړي، ترڅو بېرته د دولت لیکو ته ورستانه نه شي، د دوی په اند په ملي اردو، پولیسو او نورو امنیتي لیکو کې بوخت ټول عسکر له مسلمان مور او پلار څخه زیږيدلي ځوانان دي، له اسلامي ټولنې او فرهنګ سره اړیکې لري، د دوی ژوند، ناموس، عزت، آبرو او آخرت طالبانو ته ډېره د ارزښت وړ مسئله ده.
د کره مالوماتو له مخې له دولتي امنیتي ځواکونو سره د جګړې په ډګر او وروسته په زندان کې د طالب ځواکونو چلند له پوره شرعي او فقهي حیثیت څخه برخمن چلند دی، نه یې تکفیروي؛ بلکې په مخالفو لیکو کې د دوی مرګ ته د جهالت د مرګ خطاب کوي، او هڅه کوي چې له ټولو شونو لارو دوی په خپل دغه بې لاري توب او ناپوهۍ پوه کړي ترڅو بېرته د دښمن لیکو ته ور ونه دانګي او په پای کې یې دنیا او آخرت ژغورل شوي وي.
هره ورځ په منځني ډول پنځوس شا وخوا امنیتي ځواکونه خپل ژوند د دې لپاره له لاسه ورکوي ترڅو د کابل د ناروغ رژیم ژوند له یوې ورځې تر بلې وغځوي، او د رژیم چارواکي له ولسمشر ونیسه بیا تر وزیرانو، نظامي جنرالانو، د قول اردو، لواء، کنډکونو او ټولیو تر مشرانو پورې د خپلو عسکرو ژوند ته د یوه څاروي د ژوند هومره ارزښت هم نه ورکوي؛ دا ځکه چې دوی ته د خپل عسکر له ژونده په خپل واک کې پاتې کېدل په مراتبو ارزښت لري.
طالب ځواکونو څو ځله له حکومتي چارواکو د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې ده، اما د دولت له خوا ورته هېڅ مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی، په داسې حال کې چې د حکومت په زندانونو کې د طالب په تور په لس ګونه زره بې وسه او بې برخلیکه زندانیان خپلې شپې او ورځې سبا کوي، حتې داسې زندانیان هم شته چې د دوسیو یې ټول قانوني مراحل طی کړي او د قید قانوني مودې یې پوره شوې، اما بیا یې هم د دوسیو غم نه خوړل کیږي.
هېره دې نه وي چې طالبانو مخکې له دې هم په لسګونو ځله په جګړه کې نیول شوي ټول زندانیان له فدیې پرته د خپل اېماني احسان له مخې د دښمن لیکو ته د نه ستنېدنې په ژمنه خوشي کړي، د دوی دغه کړنې د ګرمو نظامي سنګرونو د فتحې ترڅنګ د ولس په منځ کې د زړونو او فکرونو سنګرونه هم فتحه کړي او د دښمن په لیکو یې خورا ژور اغېز ښیندلی.


















