ايا طالبان په مدسه کې مسافر دي
پوښتنه : يو شمير طالبان په يوه مدرسه کې درس وايي او هره هفته خپلو کورونو ته ځي، د کور او مدرسې تر منيځ واټن د سفر له مسافه زيات دى، آيا داسې طالبان مسافر دي او که مقيم؟ او د هغوى د لمانځه حکم څه دى؟.
ځواب : په صورت مسئوله کې که چيرته طالبان د درس ويلو په ځاى کې د اقامت له پنځلسو ورځو کم نيت کوي بيا دوى مسافر دي، په دې شرط چې د وطن اصلي او مدرسې تر مينځ واټن به د سفر له مسافه زيات وي او لمونځونه بايد قصري وکړي ([1]).
د مسافر سړي لمونځ
پوښتنه : د مسافر سړي په لمانځه کې څه توپير دی؟
ځواب : مسافر سړی به د ماسپښين، مازديګر او ماسخوتن په لمنځونو کې د څلورو رکعتونو په ځای دوه رکعته کوي، خو د سهار، ماښام او وترو لمونځ به په خپل حال پريږدي، په هغوی کې کموالی نه راځي ([2]).
سړى به د خپل خسر په کور کې او ښځه به د خپلې پلرګنۍ په کور کې قصر کوي او که پوره لمونځ
پوښتنه : (١) د قندهار اوسيدونکى د کوم خسرګنى چې په کابل کې اوسيژي، که چيرته دى له قندهار څخه کابل ته د خپل خسر کور ته راشي او له پنځلسو ورځو څخه د کمو ورځو تيرولو نيت وکړي نو داسې کس به پوره لمونځ کوي او که قصر به کوي؟ يعنې د واده کولو له امله د خسرګنى کور د زوم لپاره وطن اصلي جوړيژي او که نه؟.
(٢) د کابل انجلۍ کومه چې په قندهار کې واده شوې ده او استوګنه هم په قندهار کې کوي، کوم وخت چې هغه له قندهار څخه د خپل مور پلار کور ته راشي او له پنځلسو ورځو څخه د کمو ورځو د اوسيدو نيت وکړي نو آيا هغه به قصر کوي او که پوره لمونځ به کوي؟.
(٣) که سړى له خپلې ښځې سره د خسر کره ولاړ، د ميړه اراده دا وه چې له پنځلسو ورځو دمخه به ښځه او ميړه دواړه بيرته خپل کور ته ځي، او د ښځې يې له پنځلسو ورځو څخه د زياتو ورځو تيرولو ته اراده کړې وه، په دې صورت کې د ښځې نيت ته اعتبار شته او که نه؟ هغه به پوره لمونځ کوي او که قصر به کوي؟.
ځواب : (١) يوازې د واده په کولو سره د زوم لپاره د خسر کور وطن اصلي نه جوړيژي، که هلته په مستقله توګه اوسيدل غوره کړي نو بيا يې د خسر کور وطن اصلي جوړيژي.
لهذا په مذکوره صورت کې دغه کس (زوم) کله چې د خپل خسر کور کابل ته راشي او له پنځلسو ورځو څخه د کمو ورځو تيرولو نيت يې وي نو قصر به کوي، که يې د پنځلسو ورځو يا له دې څخه د زياتو ورځو تيرولو ته اراده وي بيا يې کابل د اقامت وطن دى او پوره لمونځ به کوي.
(٢) له وديدلو وروسته د انجلۍ لپاره وطن اصلي هغه بلل کيژي کوم چې د هغې د ميړه وطن دى، د مور پلار وطن ته اعتبار نشته، د دغې انجلۍ په قندهار کې واده شوې ده نو قندهار د هغې وطن اصلي دى، کابل دا وخت د دهغې لپاره وؤن اصلي نه دى، لهذا چې کوم وخت کابل ته راشي او له پنځلسو ورځو څخه د کمو ورځو د تيرولو نيت يې وي نو مسافره ده او قصر به کوي.
(٣) په سفر او اقامت کې د ميړه نيت معتبر دى، د ښځې نيت ته اعتبار نشته، لهذا که چيرته يې ميړه له پنځلسو ورځو کم نيت کړى وي نو ښځه او ميړه دواړه مسافر دي او دواړه به قصر کوي، خواه د ښځې اراده پنځلس ورځې وي او که له دې څخه د زياتو وي ([3]).
([1]) محمود الفتاوى، ١ : ٢٢٧، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٥٨١.
([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥١.
([3]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٣٠٠ – ٣٠١، بحواله : فتح القدير، ج : ٢، ص : ٤١، الشامية، ج : ٢، ص : ٦١٤، الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٦١٦.


















