(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۶)
د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ويلي پر افغانستان جګړه امريکا نه ده تپلې بلکې د څو لسيزو راهيسې په دغه هيواد کې جګړه روانه ده.
خليلزاد په تازه ټويټونو کې ويلي، امريکا ځکه د سولې خبرې روانې کړي چې سولې د حل لاره نه ده او افغانان هم د بل جنګي موسم پرځای د بلې بديلي لارې غوره کولو ته لومړيتوب ورکوي.
نوموړی زياتوي، طالبانو ته يې د تشدد د راکمولو وړانديزونه کړي زياتوي اوربند د تلفاتو راکمولو تر ټوله ښه لاره ده او طالب مشرتابه دې خپلو استازو ته اجازه ورکړي چې د سولې خبرو کې پر اوربند موافقه وکړي.
نوموړي ويلي، افغانان د تلپاتې سولې او اوربند غوښتونکي په وينا يې امريکا به له افغانانو سره اوږه په اوږه ولاړه وي.
خليلزاد دغه څرګندونې د طالبانو د هغه اعلاميې په غبرګون کې کړي چې طالبانو ويلي و دا جګړه د امريکا له خوا پر مونږ (افغانانو) تپل شوې ده.
د تيرې جمعې په ورځ طالبانو د (الفتح) په نوم خپل پسرلني عمليات اعلان کړل چې د خليلزاد، امريکايي پوځي قوماندانانو له خوا وغندل شول او له طالبانو يې غوښتنه وکړه چې یاد عمليات دې ودروي.
خو طالبانو په غبرګون کې ويلي و چې د مذاکراتو په تيرو پنځو ناستو کې يې هرځلې امريکايي چارواکو ته وړانديز کړی چې د ملکي تلفاتو مخه بايد ونيول شي، ځکه چې هره شپه په بمباريو او چاپو کې بې ګناه ملکيان وژل کيږي او عامه شتمنۍ له منځه وړل کيږي زياتوي امريکايانو دغه وړانديز ته هيڅ غبرګون ونه ښود ” خلیلزاد او میلر زموږ د جهاد او دفاع په وړاندې په داسې حال کې حساسيت ښيي چې د کابل ادارې د اعلان شویو عملیاتو يې بیا ننګه وکړه”.
طالبانو د خليلزاد او امريکايي پوځي قوماندان ميلر څرګندونې بې ځايه وبللې په خبره يې : ” اصلي بې باکه او غیر انسانی عمل دغه جنګي او بشري جنایات دي؛ نه د افغانانو روا مبارزه، دفاع او جهاد”.


















