(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۶)
له کابله خپريدونکې ويسا ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې په مشورتي جرګه کې د اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله، جنرال دوستم او کريم خليلي د نه ګډون اعلان ته په اشارې ويلي چې (مشورتي لويه جرګه يوازې د غني يارانو ته پاتې شوه).
په مقاله کې راغلي، لويه جرګه د افغانستان تاريخي عنعنه، د بحران پر وخت له سختو څخه د بحران د وتلو لاره ده چې بايد ساتنه يې وکړای شي خو زیاتوي : ” د ولسمشر غني لخوا د سولې په پلمه د جوړېدونكې لويې جرګې په باب له لومړۍ ورځې اندېښنې وې چې د ستونزې د حل پر ځاى زموږ دغه تاريخي عنعنه پكې بدنامه نشي”.
د ورځپاڼې په باور، په ياده جرګه کې د حکومت زياتو شريکانو پنځوس سلنه په جرګه کې د نه ګډون پريکړه، له ولايتونو د جرګې لپاره د غړيو د انتخاب په پروسه کې ابتذال، د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله د مرستيالانو پريکون هغه څه دي چې مسأله یوازې غني او د کاسې يارانو ته يې پاتې ده (دا هېڅكله هم د “لويې جرګې” نوم او مفهوم نشي موندلى).
د لیکوال په باور، حکومت ښايي ډاکټر عبدالله او ټيم ته يې امتيازونه ومني او هغوی له یادې پريکړې تير شي چې په وينا يې ولس به څومره داسې مسخره ناستې او د هغو پرېكړې ومني؟!
اجرائیه مشر عبدالله عبدالله پرون وويل، د سولې مشورتي لویې جرګې په نوم ناسته د افغانستان شته ستونزې نهشي هوارولی، دی او ټیم یې پهکې برخه نه اخلي.
د ولسمشر وياند هارون چخانسوري وايي، ډاکټر عبدالله او ټیم يې د مشورتي لویې جرګې په اړه خپلې اندېښنې او شکایتونه له ولسمشرۍ ماڼۍ سره نهوو شریک کړي زياتوي ولسمشر له عبدالله سره ګوري او د هغه انديښنې به واوري.
طالبانو په خپله اعلاميه کې ياده جرګه یوه دسيسه بللې او له خلکو يې غوښتي چې ګډون پکې ونه کړي.


















