امريکايي نشريه: ډيری امريکايان په افغانستان کې د جګړې مخالف دي؛ د ځواکونو وتل غواړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۷)

د فورين افييرس په نامه امريکايي نشريې په خپل مطلب کې ليکي، چې امريکا دې د ويتنام له جګړې عبرت واخلي او له افغانستانه دې خپل ځواکونه اوباسي.

په مطلب کې ، د افغانستان جګړه د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده او ډير لګښت لرونکې جګړه بلل شوې ده.

افييرس ليکي، د امريکا حکومت دې خپل متحدان، سناتوران او نړيوال په دې قانع کړي چې دوی نور له افغانستانه ووځي.

د لیکوال په وينا، دا مهال تر ټولو زيات امريکايي وګړي په افغانستان کې د امريکا له جګړې سره مخالفت لري او له دغه هيواده د خپلو پوځيانو ايستل غواړي.

په مطلب کې راغلي، افغانستان کې يوازې د سولې خبرو له لارې جګړه پای موندلی شي او په دغه هيواد کې د امريکايي ځواکونو پاتې کيدل نه د امریکايي حکومت او د نه د خلکو په ګټه دي.

په وروستيو کې په امريکا کې د افغانستان د جګړې سره مخالف نظرونه زيات شوي چې تر ډيره امريکايي پوځي شنونکي، عام وګړي او آن ځينې حکومتي چارواکي هم د دغه جګړې د ختمولو نظر لري او له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتل غواړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button