(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۷)
د هرات ولايتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د سختو سيلابونو راوتو له کبله ۳۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، په دغه ولايت کې سخت ورښتونه شوي چې سيلابونه راوتلي په وينا يې په تيرو څلورويشت ساعتونو کې سيلابونو پنځه تنه وژلي، لس زخميان دي او اوولس تنه نور لادرکه دي.
د فرهاد په وينا، د سيلابونو راوتلو له کبله د هرات- کندهار لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
نوموړی زياتوي، د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې سيلابونو د خلکو کورونه نړولي او کروندې او باغونه يې ورته له منځه وړي دي.
وروستيو ورښتونو کې د هيواد په بيلابيلو برخو کې سخت سيلابونه راووتل چې ډيری هيوادوال يې زیانمن کړي دي خو تر اوسه د حکومت له خوا ورسره لازمه مرسته نه ده شوې.
















