(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۷)
پرون د دوشنبې په ورځ خينو سرچينو په قطر کې د طالبانو او امريکايانو تر منځ د نوي پړاو خبرو د پيلولو خبرونه خپاره کړل خو تازه د سولې په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي خليلزاد رد کړي دي.
تيره ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا وياند سید احسان طاهري ويلي و چې هيله لري د امريکا او طالبانو تر منځ نوو خبرو کې پرمختګونه وشي.
دغه راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم خبر ورکړی و چې د امريکا استازی او طالبانو د دوشنبې په ورځ نوې خبرې پيل کړي دي.
خو تازه د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په يوه ټويټ کې د نوي پړاو خبرو پيلولو خبرونه بې اساسه بللي وايي دی تر اوسه په واشنګټن کې دی.
نوموړي په تازه ټويټ کې چې د ترکيې د ولسمشر له سلاکار د ناستې انځور يې خپور کړی له هغې مننه کړې او زياته کړې يې دی ((په هغه خبرونو باور ونه کړئ چې زه په دوحه کې يم، بلکې زه په واشنګټن کې یم او له پسرلي خوند اخلم)).
ټاکل شوې چې د روانې اپريل مياشتې په وروستيو کې د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ شپږم پړاو خبرې وشي خو تر اوسه يې کره نيټه نه ده په ډاګه شوې.
















