ذبیح الله مجاهد: له رويټرز سره زما خبرې غلطې تعبير شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۷)

تيره ورځ د رويټرز او ګارډين په شمول ځينو رسنيو راپورونه خپاره کړل چې د طالبانو سره په راتلونکي پړاو مذاکراتو کې ميرمنې هم شتون لري خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي له رويټرز سره يې خبرې غلطې تعبير شوي دي.
مجاهد په خپله ټويټر پاڼه په دې اړه وضاحت خپور کړی په وينا يې له رويټرز سره په خبرو کې يې ويلي چې په راتلونکي بين الافاني کنفرانس کې به ځينې ميرمنې ګډون کوي نو د طالبانو او امريکا تر منځ په مذاکراتو کې.
نوموړی زياتوي: ” له رویټرز سره زما خبرې غلطې تعبیر شوی دي. ما ویلي چې په راتلونکي بین الافغاني کنفرانس کې به یو شمیر ښځې هم ګډون کوي، لکه دا کار د مسکو په کنفرانس کې هم شوی وو. خو له امریکا سره په مذاکراتي ټیم کې د ښځو د ګډون خبره موږ نه ده کړی او نه یې هم اړتیا لیدل کیږي”.
تر دې مخکې هم د رويټرز په نوم خبري اژانس د طالبانو په اړه ځينې ناسم معلومات خپاره کړي چې وخت پر وخت د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له لوري رد شوي دي.
ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې د قطر په مرکز دوحه کې د افغان سياستوالو او طالبانو ناسته ترسره شي.
د ملي يووالي حکومت وايي، یادې ناستې ته به پلاوی وليږي.
طالبانو تر دې مخکې ويلي، د قطر په ناسته کې حکومتي چارواکي یوازې خپل نشر شريکولای شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button