ویره له طالبانو ده که له اسلامي نظام؟

انجنیر عمیر ویاړ

د چا چې څه په زړه وي حتما یې یوه ورځ په خوله راووځي، له کومې ورځې نه چې له طالبانو پر ضد د نړیوالې ټولنې اشر جګړه پیل کړې، اصلا له طالبانو سره دښمنی نه لري، ځکه چې طالبان هم د دوی په څیر بشر دي، د جګړې اصلي موخه له اسلام نه ویره ده د اسلامي قانون له پلی کیدا نه ویره ده، دا ټول هغه څه دي چې کله ناکله د اسلام د  دښمنانو له خولې په عمدي یا غیر عمدي توګه ووځي، مثلا د آزادي راډیو په دې ورځو کې په دې خبرو شخوند وهي چې طالبانو په خپله اعلامیه کې په مکرر ډول د اسلامي امارت لفظ استعمال کړی، او دوی غواړي چې د اسلام خشنه مفکوره پر افغانانو وتپي!؟!؟!

حال دا چې افغانان له تیرو 1400 کلونو راهیسې مسلمانان وو، مسلمانان دي او مسلمانان به وي، که د اسلام دښمنان هر څومره هڅې وکړي خو دا ارزوګانې به یې له خاورو سره خاورې شي چې ګویا افغانستان یو غیر اسلامي هیواد وګرځوي، که دا غربي اشر له افغانانو او افغانستان سره رښتینی وای نو چې د روسانو د مداخلې پر مهال یې هم له مجاهدینو او هم له مهاجرینو سره بې خرته مرستې کولې او شعار یې دا و چې افغانانو او افغانستان سره ظلم شوی، نو د روسانو تر وتلو او د کمونیستي رژیم تر نسکوریدا وروسته به یې افغانان او افغانستان یواځې نه پریښودل، بلکې له مجاهدینو سره به یې د یو غښتلي حکومت په جوړولو کې همدغه راز مرستې او ملاتړ کړی وای لکه نن سبا یې چې له خپل لاسپوڅي رژیم سره کوي، دا چې مجاهدین یې یواځې پریښودل، افغانستان یې کنډواله او ویجاړ پریښود، هدف یې همدا و څو د مجاهدینو په لاس اسلامي حکومت او اسلامي نظام او اسلامي قوانین نافذ نشي.

خو کله چې له مجاهدینو خبره وشړیده، او د همدې غربیانو په پلمو او شیطانتونو په خپلو کې سره ونښتل، افغانستان یې له بدو بدتر کړ، نو خدای تعالی د طالبانو ځواک رامینځته کړ او د مجاهدینو نادودې یې د افغانستان له خاورې داسې جارو کړې چې ګرده نړۍ ورته ګوته په غاښ شوه.

خو لکه څرنګه چې غربي اشر نه غوښتل چې په افغانستان کې دې اسلامي حکومت رامینځته شي نو یې د طالبانو پر خلاف لومړی په سړه او ورپسې پر توده جګړه لاس پورې کړ، د طالبانو سوچه اسلامي حکومت یې د بهرني اشر او داخلي منافقینو په لاس نسکور کړ، او هغه منحرف مجاهدین چې د طالبانو لخوا پوپنا شوي وي یو ځل بیا د قدرت واګي په لاس ورکړل، خو صرف د خپلو موخو لپاره یې د استعمالولو په موخه د قدرت څښتنان کړل، او دې ته یې اجازه نه ورکوله او نه یې ورکوي چې له اسلام او اسلامي نظام نه خبرې وکړي، تاسې په جریان کې یاست چې نن سبا هغه پخواني مجاهدین هیڅکله هم د اسلامی او اسلامي نظام خبرې په خوله نه راوړي، یواځې همدا څو شعارونه چې غربي اشر په خوله کې ورکړي تکراروي چې، د وطن نه دفاع، دموکراسي، د بیان آزادي د ښځو آزادي د هیواد ابادي او بس.

خو دا چې طالبان د اسلامي حکومت راوستلو ته ژمن او جدي دي نو غربي اشر خپل ټول سوړ او ګرم ځواک د طالبانو په مقابلې کې ولاړ کړی، هم ورسره په جګړو بوخت دی او هم ورپسې تبلیغات کوي. دا ځکه چې غربي اشر ته پخوانی مجاهدین او اوسني طالبان هیڅ توپیر نلري ځکه هغوی او دوی دواړو د اسلامي نظام د نفاذ په موخه جګړې او مبارزې کړي خو اوس یې توپیر دغه دي چې پخوانی مجاهدین یې د اسلامي نظام د راوستلو نه د ډالرو په زور اړولي او طالبان لا هم د اسلامي نظام د راوستلو لپاره هلې ځلې کوي، او هیڅ ډول تغییر او تبدیل یې په پالیسۍ کې ندی راغلی، نو غربي اشر د طالبانو له وجوده نه د اسلامي نظام د راتلو نه په ویره کې دی، افغانان باید په دې خبره خپل سرونه خلاص کړي، دا جګړه کومه معمولي جګړه نده دا اصلا د اسلام او اسلامي نظام د مخنیوي په موخه پیل شوي، او له هر لوري نړیوال اشر هڅه کوي څو له هرې لارې چې وي باید د اسلامي نظام د حاکمیت مخه ونیسی، که همدا نن طالبان د اسلامي نظام له نفاذ نه لاس په سر شي، غربي اشر په تیره امریکا نور له طالبانو سره هیڅ ډول مشکل نه لري.

یا دې غربي اشر او داخلي منافقین چې همدا اوس یې د قدرت واګي په لاس کې دي، رښتینی اسلامي نظام نافذ کړي طالب هیڅ مشکل ورسره نلري، او جګړه په خپله پای مومي.

خو نه به هیڅکله طالبان له خپلې روا مبارزې نه لاس په سر شي او نه به هیڅکله غربي اشر او داخلي منافقین دې ته اجازه ورکړی چې په افغانستان کې دې اسلامي حکومت قایم شي.

نو دا د حق او باطل جګړه به تر هغې دوام کوي چې تر څو باطل په ګونډو شوی نه وي او په افغانستان کې رښتینی اسلامي نظام چې د دوه ملیونو پاکو شهیدانو آرمان دی پوره شوی نه وي. ان تنصروا الله ینصرکم و یثبت اقدامکم.

و ما ذلک علی الله بعزیز.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button