د قطر کنفراس کله، څوک او څومره شمير کسان به پکې برخه واخلي؟؟

راپورتاژ: عبدالرحمن
له تيرو شاوخوا دوه اوونيو راهيسې د ګډ حکومت او سياسيونو تر منځ د قطر غونډې د ګډونوالو او پکې د مطرح کېدونکو بحثونو څرنګوالي په اړه د اختلافونو سره ملې غونډې روانې وې.
ټاکل شوې وه چې د تيرې شنبې په ورځ د پخلاينې د مشرتابه شورا خپلې چارې بشپړې کړې وای خو پکې د سياستوالو او حکومت تر منځ اختلاف رامنځته شو چې راپورونه ورکول شول دواړه خواوې به قطر ته بيلابيل پلاوي ليږي.
اختلاف په دې رامنځته شوی و چې د قطر غونډې ته دې کم کسان وليږل شي او حکومت هڅه کوله چې هغه کسان وليږي چې له طالبانو سره د سولې مخالف نظر لري، او په غونډه کې د حکومت پلوه کسانو شمير زيات وي خو سياستوالو ورته غاړه نه ايښوده.
د تيرې چهارشنبې په ورځ باوري سرچينو بي بي سي ته وويل، له طالبانو سره د حکومت سرې کرښې (د افغانستان اسلامي جمهوريت عبارت، د اساسي قانون ساتل، ټاکنې او د ښځو حقونه ، په ټول هيواد کې اوربند دي چې بايد لومړيتوب ولري.
د قطر په جوړيدونکې غونډه کې د اويا کسانو په شاوخوا کې حکومت ټاکلي او پاتې نور د سياستوالو له خوا ټاکل شوي چې د سياسي ګوندونو استازي، شنونکي او یو شمير ميرمنې هم پکې ګډون لري.
حکومتي سرچينې وايي، په دغه غونډه کې به د کابينې ځينې غړي، د ولسمشرۍ او اجرائیه رياست سلاکاران، وزيران، واليان او د سياسي ګوندونو استازي هم برخه ولري.
د حکومت او افغان سیاستوالو پلاوي په جلاجلا توګه د قطر په غونډه کې برخه اخلي او هر لوری د سولې او روان وضعیت په اړه خپل نظریات وړاندې کوي.
تازه د افغانستان د روغې جوړې د شورا د رهبرۍ غړی اسماعيل خان وايي، د قطر په غونډه کې د ګډون کوونکو دوه سوه کسانو ليست نهايي شوی دی.
نوموړی وايي، په دغه ليست کې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ کسانو د یادې شورا د مشرتابه له خوا انتخاب شوي زياتوي چې ۷۵ تنه يې د دولت له خوا او پاتې نور د سياستوالو له خوا ټاکل شوي دي.
ټاکل شوې چې د قطر په مرکز دوحه کې د روانې اپريل مياشتې پر نوولسمه تر يوويشتمې پورې بين الأفغاني کنفرانس جوړ شي چې طالبان به هم پکې برخه ولري.
اسماعيل خان وايي، د يادې غونډې د جوړيدو اعلان شوې نيټه سمه ده او راتلونکې پنجشنبې به انتخاب شوی پلاوی قطر ته حرکت کوي.
له بله پلوه د یاد پلاوي نور غړي وايي، چې دوه سوه کسيز افغان لیست جوړ شوی خو لا هم نهايي شوی نه دی او ټاکل شوې چې نن د سې شنبې په ورځ په کابل کې د غونډې په ترڅ کې تاييد شي.
په عين حال کې طالبانو هم د يادې غونډې لپاره د چمتووالي خبر ورکړی دی.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد رويټرز خبري اژانس ته په مرکه کې ويلي، چې د قطر په بين الأفغاني کنفرانس کې به د طالبانو د دفتر پنځه ويشت کسیزه ډله ګډون کوي.
طالبان وايي، په دغه کنفرانس کې به ښځې هم ګډون کوي لکه د مسکو کنفرانس کې يې چې کړی و خو د رويټرز اژانس د طالب وياند خبرې راخيستي چې د امريکا سره مذاکراتو کې به ښځې شاملې وي چې د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد له خوا په خپله ټويټرپاڼه په دې اړه وضاحت ورکړل شوی وايي: (له رویټرز سره زما خبرې غلطې تعبیر شوی دي. ما ویلي چې په راتلونکي بین الافغاني کنفرانس کې به یو شمیر ښځې هم ګډون کوي، لکه دا کار د مسکو په کنفرانس کې هم شوی وو. خو له امریکا سره په مذاکراتي ټیم کې د ښځو د ګډون خبره موږ نه ده کړی او نه یې هم اړتیا لیدل کیږي.)
طالبانو تر اوسه د قطر په غونډه کې د خپل ټيم د ګډونوالو نومونه نه دي خپاره کړي.
دغه راز طالبانو تر دې مخکې ويلي و چې د قطر په بين الافغاني ناسته کې هيڅوک د حکومت استازيتوب نه کوي او که حکومتي کسان پکې برخه اخلي نو هم خپل شخصي نظر به وړاندې کوي او د حکومت استازيتوب به نه کوي.



