د ولسمشرۍ نوماندان: غني دې د جوزا په لومړۍ واک پريږدي؛ کنه کړکيچونه به رامنځته شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۷)
د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو له اشرف غني غوښتي چې د جوزا په لومړۍ نيټه چې د حکومت موده يې ختميږي بايد ارګ پريږدي.
يوولس تنه نوماندانو په يوه ګډه اعلاميه کې د غني د واک مودې غځول د قانون خلاف عمل بللی او په وينا يې که غني او حکومت کې سرکښان يې د خپلې مودې غځولو هڅه وکړي نو کړکيچ به رامنته شي.
په اعلاميه کې راغلي، د ملي يووالي حکومت، پرلپسې ناوړه پايلو د ولسواکۍ بهير له سترو ګواښونو سره مخ کړى دى، چې د پيچليو ارزښتونو غوښتنو يې د افغانستان ولس د ټکر له ګواښ سره مخ کړى دى.
نوماندان وايي، د غني حکومت له ناورينونو څخه د ډک حالت دوام حقوقي او سياسي ستونزې او خنډونه راولاړ کړي زياتوي “په زغرده وايو چې د ملي يووالي حکومت دوره د ١٣٩٨ کال د غبرګولي په ١ نېټه پای ته رسیږي، د دوام لپاره يې له هر ډول سياسي بانې څخه ګټه اخيستل د هېواد له ملي ټيکاو سره ټکر ګڼو. ځکه د اساسي قانون د ٦١ مادې پر بنسټ د غبرګولي په ١ نېټه له حقوقي او همدارنګه سياسي اړخه د حکومت کولو وخت پاى ته رسيږي او د هغه غيرمنطقي پايښت به کړکيچونه زېږوي. همدارنګه پر ټولنه چې له وړاندې ډېر بې باوره ده لا ناهيلې کوي، د ټولنيز پرمختګ او ټيکاو لپاره، د اړينې پخلاينې لار کې خنډ کېږي چې ولس ټاکلي او وړ حکومت راتګ ته ګواښ کېږي”.
د يوولس کسيزه نوماندانو په دغه ګډه اعلاميه کې د احمد ولي مسعود، رحمت الله نبيل، عنايت الله حفيظ، غلام فاروق نجرابى، فرامرز تمنا، محمد ابراهيم الکوزى، محمد حکيم تورسن، محمد حنيف اتمر، محمد شهاب حکيمي، نور رحمان لېوال، نورالحق علومي چې په وينا يې ټول په ګډه یادې خبرتيا ته ژمنتيا ښيي.



