ارګ دقطربین الافغاني ناستې لپاره ۲۵۰ کسیزلیست نشر کړ

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۸ل)

 

دافغانستان ګډ حکومت له طالبانو سره دقطر په پلازمینه دوحه کې دراتلونکې بین الافغاني ناستې د ګډونوالو لیست بشپړ کړی دی. له ارګه په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې دولت د دوحې ناستې د ګډونوالو نوملړ د سیاسي ګوندونو، مستقلو سیاسي شخصیتونو، اړوندو مراجعو او ادارو له لوري د معرفي شويو استازو له مخې ترتیب کړی او دغه بېلابېل اقشار په کې شامل دي، د سیاسي ګوندوندونو استازي، د سیاسي شخصیتونو استازي، د جهادي مشرانو استازي، د قربانیانو د کورنیو استازي، د سولې عالي شورا استازي، د علمای کرامو استازي، د ملي شورا استازي، د مدني ټولنې استازي، د ښځو استازي، د ځوانانو استازي، د ژورنالیستانو استازي،  حکومتي چارواکي، قومي مشران او متنفذین.

خپور شوي لیست کې د شاوخوا دوه نیم سوه کسانو نومونه راغلي دي، خو وړاندې تر دې ویل شوي وو چې په دې لیست کې یونیم سل کسان شامل دي.

طالبانو ددې غونډې په اړه دوه ونۍ پخوا وضاحت ورکړی وو، طالبانو داغونډه فقط دنظر شریکولو بللې، اوویلي یې و چې دا ناسته دکومې هوکړې توان نلري.

طالبانو حکومتي استازو ته په اشارې ویلي وو، که ګډون کوي نو دحکومت په استازيتوب نه بلکه من حیث یو افغان ګډون اونظر څرګنولی شي، خوحکومت خپل استازي دحکومت په استازیتوب استوي، دا لامالومه نده چې طالبان به حکومتي استازي په راتلونکې غونډه کې دحکومت په نمایندګۍ پرېږدي که نا؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button