د دوحې د غونډې د ګډونوالو نهایي لیست خپور شو

ټاکل شوې ده، چې د روانې میاشتې په ۲۰مه نیټه به د قطر هیواد په دوحه کې د مسکو د غونډې په تقیب دوهمه بین الافغاني غونډه جوړه شي
د دې غونډې د ګډونوالو په اړه په رسنیو کې ضد او نقیض راپورونه نشرېدل او همدا رنګه تیره ورځ د ارګ لخوا هم یو ۲۵۰ کسیز لیست خپور شو چې ګواکې دا به د قطر په غونډه کې ګډون کوي
که څه هم د ارګ لخوا خپور شوی لیست طالبانو رد کړ خو اوس تازه د غونډې د کوربنو ( د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز) لخوا یو نهایي شوی لیست خپور کړ چې د ارګ د خپور شوي لیست سره زیات تفاوت لري
په لیست کې د مسکو د غونډې د ګډونوالو برسیره د زیات شمیر نورو سیاسي، علمي او ټولمنلو څیرو نومونه هم تر سترګو کیږي
په نهایي لیست کې د کنفرانس د ګډونوالو شمیر ۲۲۷ تنه ښودل شوی دی



