(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۳۱)
په داسې حال کې چې اکثره اسلامي نړۍ داشغال تر سيوري لاندې ژوند کوي ، دهمدې اشغال له امله رنګارنګ شکنجې ، کړاوونه او تکليفونه ګالي ، مرګ ، زخم او بند سره هر مسلمان اوس دعامو امورو په څير عادي سوي دي، اسلامي شعائر او مقدسات پايماله او تر پښو لاندې دي ، مساجد او مدرسې ، کلي او کورونه او دمسلمانانو عام المنفعة ځايونه هر وخت د بمبار او چاپو هدف ګرځول سويدي ، په يوه اسلامي ملک کې هم مسلمان خپلواکي او استقلال نلري ، داسلامي او سپيځلي نظام حق ترې اخيستل سويدی، د خپل دين، عزت او خاورې د ازادۍ او دفاع حق نلري، نو په داسې حال کې يوه باشعوره مسلمان ته څه پکار دي ؟؟؟؟؟
په افغانستان ، فلسطين ، بورما ، عراق، شام وغيره کي چي دمسلمانانو کومه حق تلفي کيږي ، ديني او دنيوي أقدار يې تر پښو لاندي کيږي، اولسونه يې له سپيځلي اسلامي نظام څخه محروم سويدي ، خو هلته هم هغو اولسونو ته ددفاع حق نه دی ورکړسوی ، او کوم چا چي دخپل دين اووطن په دفاع لاس پوري کړی باغيان او تروريستان بلل سویدي، راځو ودې ته چي ددې او لسونو يا اسلامي نړۍ مبارزه او له اسلام او هيواد څخه دفاع شرعا او عقلا وارزوو !
داسلام په مقدس دين کي خپلواکي او دخپلواکۍ لپاره مبارزه او قتال فرض عين بلل سويده ، او بالمقابل له کفارو او دهغوئ له ملاتړو سره همکاري او ملګرتيا يې دارتداد سبب بللی دی چي دا مسئله له هيڅ چا پټه نه ده ، په دې اړه دقرآنکريم دوه آياتونه رانقلوم تر څو هر کتونکی له دې مسئلې ښه باخبره سي او خپل ديني او ملي مسئوليت ښه وپيژني .
دسپيځلي مبارزې او خپلواکی تر لاسه کولو په اړه الله پاک په قرانکريم کي فرمايلي دي:
« اذن للذين يقاتلون بانهم ظلموا ، وان الله علی نصرهم لقدير » .
او دغلامۍ او دمسلمان په وړاندي دکفارو ملاتړ په اړه يې فرمايلي دي :
بشر المنافقين بان لهم عذاب اليم ، الذين يتخذون الکافرين أولياء من دون المؤمنين ..
او عقلا هم داخبره ثابته ده چي کله يو څو غله په يو کور هجوم وکړي نو دکور اوسيدونکو مسئوليت دی چي دخپل کور دفاع وکړي او غله له خپله کوره وشړي، او دخپل حق لاسته راوړلو لپاره له هيڅ راز ممکنه لاري دريغ او منع نکوي ، او بيا که له دې مبارزې او شخړي څخه هر راز مشکلات همدې کور يا سيمي ته پيدا سي نو ملامتيا پر هغو غلو ويله کيږي چا چي يرغل کړی ؤ، نه دکور پر اوسيدونکو ، ځکه هغوئ مجبور سول تر څو خپله دفاع وکړي او خپله خاوره او اهل د پردو له يرغله وساتي، هيڅ سالم عقل دغو غلو ته دبشر دحقوقو مدافعين او کوربه ته تروريست او باغي نه وايي .
راځو مقصود ته !!!
په افغانستان کي چي کوم حالت جريان لري نو له هيڅ قروي او بدوي ، لوی او کوچني ، نر او ښځي څخه پوشيده نه دی ، پر افغاني حريم، او اسلامي نظام باندي داشغالکرو امريکايانو تیری له هيچا پټ نه دی، په افغانستان کي چي کوم فساد او منکرات رائج او لا هم دشيوع په حال کي دي نو هغه تر لمر روښانه دي، په داسي یو حالت کي چي څوک دحق اواز اوچت کړي او دازادۍ لپاره سپيځلۍ جهاد او مبارزه وکړي نو رښتيا هم هغه سپيځلي مجاهدين او دازادی او حريت تږي بلل کيږي .
زه هغو سياست پوه او شنونکو ته سخت حيران يم ، چي دکفر په وړاندي راپاريدلی اسلامي ځواک ته تروريست وايي او دنړۍ جابر او وحشي صفته مخلوق ته لوړ لوړ القاب ورکوي ،
زه هغه روشن فکرانواو شنونکو ته په تعجب کي يم چي هغوئ لاهم دملامتيا ګوته مسلمان او افغان مجاهد ته نيسي ، او دنوي عملياتو اعلان يو ناسم او بې وخته کار بولي ؛ ځکه دوئ یک ويني شش نه ويني، که کفار او ملاتړی يې دمظلوم اولس پر کلي او کورنو شپه او ورځ بمبارد او چاپې وهي ، که مظلوم هیوادوال وژني، شهیدانوي او يايې زنداني کوي نو دا يوه عادي خبره ده ، خو که يې په وړاندي څوک د مبارزې او قتال ږغ پورته کړي نو بيا يې دوئ په وړاندي بيلابيلي تبصرې کوی او دهيواد او سيمي په زيان يې بولي .
ایا دافغانانو سپيځلې مبارزه دولي په وړاندي خنډ جوړوي ؟
نه ! ځکه دسولي په وړاندي خډ هغه څوک دي چي افغانان يې مجبوره کړيدي تر څو ددوئ په ضد وسله راواخلي او له دوئ سره وجنګيږي،له هغه وخته چي دسولي اقدامات شروع او تيز سويدي يرغلګرو او ملاتړو يې پر ملکي کورونو چاپې او وحشتونوته تر هر وخت سرعت ورکړيدی، او هره ورځ او شپه دمسلمانانو په کورو کي دغم او وير اسويلی راپورته کیږي ، چي دهلمند زړه دردونکې فاجعه يې روڼ او واضح مثال دی، نو په داسي وخت کي که افغانان ددغو وحشيانو دوحشتونو په جواب کي الفتح عمليات اعلانوي نو دا دمظلومو مسلمانانو او کړيدلو افغانانو اوښکي پاکول دي، او له ظالمانو څخه دهغوئ دبربريت او وحشت انتقام اخيستل دي!!!
کچیري دا پر سوله اغيز لري نو هغه وحشتونه يې کوم چي کفار او بې مغزه غلامان يې کوي ولي کوم اغيز او اثر نلري ، او که يې لري نو پر هغو ولي زموږ رسنۍ او خبر پوهان ساکت دي؟
خير دی که زه وژل کيږم ، کور مي ورانيږي بچيان ، ښځي ، خوندي او ميندي مي وژل کيږي، خو که زه اواز اوچت کړم ، يا وسلې ته لاس کړم بيا تروريست يم ، دسولي لپاره خنډ جوړوم ، او يا هم ټوله سيمه په خطر کي اچوم! عجب انصاف او منطق دی !!!!
که دغرب پالل سوي درندګان هر وحشت تر سره کوي خير دی ، خو که ما داسلام او وطن سخترين دښمنان امریکایان او غلامان ووژل نو بيا زه دهشتګر، ددين او وطن دښمن يم !!!!
څو ورځي مخکي په يوه اتل وال استشهادي بريد کي کم ازکم څلور امریکايي عسکر ووژل سول ، خو دبادار په نمايندګي ددوسري حکومت اجرائيه رئيس دابريد وغانده ، او منفذين او تمويلونکي يې ددين او وطن دښمنان وبلل ،افسوس په داسي پوچه او ړنده غلامي !!! خو اخير قبر ته به ځئ، دالله پاک حضور ته به پيښږی ، دالله جل جلاله په حضور کي به چي هلته په هيڅ راز غلامي نجات نسئ موندلای څه ځواب واياست !!!!
او دارنګه ددې هر څه پوښتنه بايد له افغانانو نه بلکي له هغه چا وسي چي ددې غميزو اصلي عوامل او اسباب دي ، که دافغانانو مبارزه هرڅومره او ږديږي خو ملامتيا يې پر غرب او غرب پلوه پوچ مغزو لويږي ، ځکه هغوئ مسلمان اولس مجبور کړيدی تر څو خپله مبارزه جاري وساتي .
افغانان سولي ته ليواله دي ، خو که نړيوال ایتلاف او ملګري يې وحشت ته دوام ورکوي نو دوئ هم تر جنګ او مبارزې هاخوا بله لار نه ويني او نه يې لري ، افغانان تر بل هر وخت دجنګ لپاره لازياته امادګي لري ، که امريکا او داخلي تالي څټي يې پر جګړې ټينګار کوي نو هيڅ مسلمان بیا په ځان سپما نکوي او دسولي پر ځای به وخپلي مبارزې ته دوام ورکوي، ځکه دمسلمانانو مبارزه او جنګ پر عقيده ولاړ دی ، تر څو ددوئ عقيده تأمين او خوندي سوې نه وي دوئ له جګړې نه ستړي کیږي او نه به يو وخت ستړي سي، ان شاء الله تعالی ، او اخير به خپل هدف او مرام ته ځانونه رسوي .ان شاء الله الرحمن .
داخلي غلامان څوک او څنګه دي ؟
په افغانستان کي دانګريز ديرغل په وخت دارنګه دروس او اوس دامريکا داشغال په دوره کي چی کوم چا دغلامۍ طوق غاړي ته اچولی دی او دهمدغو سرسخته کفارو غلامي ته يې مخه کړيده او په حکم يې بيګناه مسلمانان وژني او زنداني کوي يې نو دا هغه سرټمبه او بې سوچه کسان دي چي تاريخ به يې دغلامۍ حیرانونکی داستان هیر نکړي.
دوطن ددفاع په نوم ۱۹ کلنه دغلامۍ توره دوره به په تاريخ کی تر ټولو وشحتناکه او کرغيړنه دوره وي .
په تاريخ کي يو تر ټولو افسوسناک او درودنکی داستان دهمدغو غلامانو دی چي خپل سر يې دداسي چا لپاره نذرانه کړ چي هغه يې دسر په بیه دفحشا او فساد په کلبونو کي ، دکفارو دغلامۍ په لاتقويه کولو کي ورڅخه استفاده کوي.
۱۹ کاله يې ديرغلګرو په ملګرتیا خپل هیوادوال وټکول ، شکنجه يې کړل او زاندانونو ته يې واچول تر څو اشغالګر پرې خوشحاله او دهغوئ ګټي دلته تأمين کړی، خو اخير ددې خبري مصداق سول چي نه دين او نه دنيا سو .
ديرغلګرو دراضي کولو لپاره يې خپل ديني او ملي ارزښتونه تر پښو لاندي کړل ، دين او وطن يې پامال کړ خو لا يې هم خپل کافر باداران راضي نکړل او لا نور هم ترې ناراضه سول .
دوئ دومره بې فکره او بې تميیزه غلامان دي چي دکفر دفاع کوي ، کفار يې په خپلو مراکزو کي خوندي ساتلي خو خپل ژوند يې تل په خطر کي کړی او هره ورځ په لسګونو په دې فاسده غلامۍ کي ديرغلګرو لپاره ساه ورکوي .
مشران يې دجاه طلبي او واک په نشه کي دکفر غلامی ته دومره ځان وقف کړیدی چي دخپل اولس قتل او ځورول ورته يوه فريضه او عبادت ښکاري تر څو خپله غلامي پرې اثبات او کفارو ته باندي قناعت ورکړي .
الله تعالی دي موږ له داسي غلامی وساتي ، او الله پاک دي پر حقه لار دتلو توفيق راکړي ، او الله پاک دي مو په خپل فضل اوکرم سره په خپلواک، ازاد او سوچه اسلامي نظام سره ونازوي ، آمين يارب العالمين .

















