(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۳۱)
د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي او د متحده ایالاتو د دفاع سرپرست وزير پاتريک شاناهان د افغان سولې او په افغانستان کې د روان وضعيت په اړه خبرې کړي.
شاناهان په خپله ټويټر پاڼه ليکي، چې دغه خبرې چې د سولې لپاره په روانو مذاکراتو څرخيدلې په پنټاګان کې ترسره شوي دي.
نوموړی وايي، ګډه هڅه مو دا ده چې د سياسي جوړجاړي له مخې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسيږي.
زلمي خليلزاد هم ويلي، چې سياسي لاره چاره د دوامدارې سولې مهم ټکی دي چې بايد د خبرو اترو له لاره دغه شخړه پای ته ورسيږي.
نوموړي په قطر کې د بين الأفغاني غونډې په لغوه کيدلو خواشیني څرګنده کړې ده.
ټاکل شوې وه چې د جمعې په ورځ د قطر په مرکز دوحه کې بین الافغاني غونډه ترسره شي خو په غونډه کې د ګډونوالو په شمير د نه تفاهم له کبله دغه غونډه ځنډيدلې ده.
په قطر کې د غونډې تنظيموونکو ويلي ، لومړی بايد د يادې غونډې د ګډونوالو په نومونو موافقه وشي چې څوک پکې ګډون کوي.
د ملي يووالي حکومت د يادې غونډې د ګډونکوونکو لپاره د ۲۵۰ کسانو لیست برابر کړی و چې د غونډې د تنظيموونکو او طالبانو له خوا ونه منل شو.
















