عمران خان: که امکانات برابر شي افغانستان کې د سرطان تداوۍ روغتون جوړوم

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۳۱)

د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، که امکانات برابر شي نو په افغانستان کې به د سرطان ناروغۍ د تداوۍ لپاره روغتون جوړي کړي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د جمعې په ورځ په خيبرپښتونخوا کې د شوکت کينسر روغتون نه د ليدنې پر مهال وکړې.

هغه د شوکت خانم له ادارې غوښتنه وکړه چې که په افغانستان کې ورته د دغه ډول روغتون جوړولو امکانات برابر شي نو ژر تر ژره دې پرې اقدام وکړي.

عمران خان، د شوکت خانم روغتون کې له ځينو افغان ناروغانو سره هم وليدل چې هغوی ترې په افغانستان کې د کينسر روغتون د جوړولو غوښتنه وکړه.

یوه افغان ناروغ، له نوموړي سره د خبرو پر مهال وويل له هغه مننه وکړه په وينا يې دوه ځلې يې خپله لور یاد روغتون ته د تداوۍ لپاره ور ورستې او دا مهال يې روغتيا مخ پر ښه کيدو ده.

په شوکت خانم کې د پنځه اویا فیصده هغه ناروغانو علاج په وړیا توګه کېږي چې د علاج خرچ نشي ګاللی.

دغه روغتون په ۱۹۹۴م کال کې د پاکستان د تحريک انصاب ګوند مشر او لومړي وزير عمران خان له خوا د کينسر ناروغان د درملنې لپاره جوړ شوی چې د مسؤولينو په وينا ټول ورباندې څلور اربه کلدارې لګښت راغلی دی.

په افغانستان کې د معياري درملو او پرمختللو روغتونونو د نه شتون له کبله ډیری افغانان د تداوۍ لپاره د پاکستان سربيره نورو هيوادونو ته ځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button