کابل ټکی کام ( شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل)
نن له غرمې مخکې په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ دروازې ته نږدې چاودنه شوې او ورسته بیا د ډزو غږونه هم واورېدل شول .
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د رسنیو سره په خبرو کې ویلي ، چې د مخابراتو وزارت دروازې تر څېرمه لومړی چاودنه شوې او بیا ځانمرګي برید ګر د مخابراتو وزارت ته ننوتلي دي ، د نوموړي په وینا د برید کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده .
بل پلو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ویاند سایر ځلاند په خپله فسبوک پاڼه لیکي چې ځآنمرګي برید ګر د مخابراتو وزارت ته ننوتلي دي ، خو نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه نور معلومات ندي ورکړي .
تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړی شوی او نه د یاد بری مسؤولیت کومې ډلې منلی دی .
دا په داسې حال کې ده چې نن د مخابراتو وزارت تر څېرمه په سرینا هوټل کې د مخابراتو وزارت اړوند یوه غونډه هم روانه وه او ګڼ شمېر خبریالان هم ورغلي وو، یوې سرچینې کابل پرېس کلب ته وویل چې په سرینا هوټل کې ټول خبریالان په همدې هوټل کې د ننه یوې خوندې خونې ته انتقال شوي دي .
یاده دې وي چې تر اوسه دشوي برید مسئولیت چا ندی منلی.


















