کابل ټکی کام ( شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل)
هندوستان په کشمیر کې له پاکستان سره خپله ګډه پوله د سوداګرۍ پر مخ تړلې ده. هندي چارواکي وایي، دا لار یې ځکه وتړله چې په غیر قانوني ډول به وسلې، نشه یي توکي او جعلي روپۍ وړل کېدلې. د هندوستان د کورنیو چارو وزارت له پاکستان سره په کشمیر کې د خپلې ګډې پولې د تړلو د اعلان پر مهال وویل، د پاکستان یو شمېر کمپنۍ چې له دغې لارې هندوستان ته خپل سوداګریز توکي استوي، له وسله والو ډلو سره اړیکې لري او دغه راز هند ته په خپلو تجارتي مالونو کې وسلې او نشه یې توکي لېږدوي. دغه لاره د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۸ میلادي کال کې پرانیستل شوې وه. پاکستاني دولت او سوداګرو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
یاده دې وي چې دهند اوپاکستان وضعیت لاهم ترینګلی ښکاری، څو ونۍ وړاندې دغو دوو اټوم لرونکو هېوادونو یو پربل په نظامي تېري لاس پورې کړ، چې پاکستان له هند څخه دوه جنګي الوتکې رانسکورې کړې، اویو پیلوټ یې ژوندی ونیوه، چې بیا وروسته پاکستان هندوستان ته بغیر له کومې معاملې حواله کړ.


















