د سولې ریښتني او کاذب داعیان وپېژنئ

خبیب خالد
د افغانستان اوسنی حالت، چې تر بل هر وخت ترېنګلی دی او تر بل هر وخت یوې حساسې مرحلې ته رسېدلی دی، د کابل اداره او د امریکا د یرغل په وړاندې درېدونکي مجاهدین- ټول د دې نارې وهې، چې جنګ د حل لاره نه ده او نور باید سوله وشي همدارنګه امریکایان هم یاده جګړه د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه بولي او دا یې دریم رئیس جمهور دی، چې لا تر اوسه یې نه ده کابو کړې، خو اوس د امریاکا له نیمایي څخه زیات وګړي او همدا رنګه د دولت په کچه لوی چارواکي د دوی په تاریخ کې تر ټولې اوږدې جګړې د کابو کولو لپاره په بې سارې توګه هڅه کوي او له خپلو ډېرو پخوانیو غوښتنو څخه یې تنزل کړی دی، ځانګړي استازي یې ټاکلي او دې ځانګړو استازو ته یې د تصمیم نیونې مکمل واک ورکړی؛ تر څو د دوی په اصطلاح له دې بې پایلې جګړې څخه ځان او نړیوالو ته نجات ورکړي او د وتلو یوه عزتمنده لار ولټوي.
د سولې له پاره ډېری مخکښو بې طرفه افغانانو هم هڅې پیل کړې او د دې تر څنګ بیا همسایه هېوادونه هم د دې نارې وهې، چې نور باید په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي او هلته یو سولیېز نظام را منځ ته شي.
خو اوس پوښتنه دلته ده، چې څوک دې سولې ته ریښتني دي او څوک د یوې حقیقي سولې له پاره هڅې کوي او څوک بیا د سولې تر سپېڅلي نوم لاندې همدا سوله تحریموي؟
د کابل د ادارې او د امریکا د یرغل په وړاندې درېدونکو مجاهدینو روانې هڅې به د دوی په تېرو او روانو کړنو کې ولټوو، چې کوم لوری په خپله داعیه کې ریښتنی دی.
۱ـ کابل اداره د دې پر ځای چې امریکا وهڅوي،چې له طالبانو سره په روانو مذاکراتو کې نور هم خپل ګامونه ګړندي کړي، تر څو د دردمنو افغانانو هیلې پوره شي او د سولې لوی خنډ له منځه لاړ شي، خو دوی بیا د امریکا او طالب تر منځ همدا ناسته تحریموي او د لوړ پوړو چارواکو له خولې نه یې وخت نا وخت داسې الفاظ راوزي، چې د دوی ټولې ادارې ته تاوان رسوي او پر ځان باندې د امریکا باور یې هم له لاسه ورکړی وي، آن تر دې چې امریکا ته د تلو حق هم ور څخه اخیستل کېږي.
۲ـ اشغال چې د سولې په وړاندې لوی خنډ دی او د طالبانو له پاره سره کرښه ده او د اشغال ختم چې د سولې د دروازې د پرانېستلو له پاره یوه لویه وسیله ده، همدارنګه د اصیلو افغانانو لوی ارمان دا دی، چې په هېواد کې یې بهرنیان شتون ونه لري؛ خو د کابل اداره بیا خپلې کړنې د دې ټولو خلاف ترسیموي او په تاکید سره له بهرنیانو څخه غواړي، چې له افغانستان څخه خپلې پښې سپکې نه کړي او د اوږد وخت له پاره دلته د افغانانو وینې وبهوې.
۳ـ څرنګه چې د اسلام د حق دین داعیه دا ده، چې له یرغلګرو څخه د دین، هېواد او ناموس ساتنه فرض ده؛ نو زموږ ریښتنې دین دوسته او هېواد پال ولس د اسلام د مبارک دین د همدې غوښتنې د پوره کولو له پاره مټې را بډ وهلې او په ډېرو کمزورو مادي امکاناتو، خو د الله په قوي نصرت سره یې د یرغلګرو په وړاندې جهاد شروع کړ، خو د کابل ادارې چارواکي د خپل معمول سره سم زموږ د ریښتني دین دوسته او هېواد پال ولس د دې کړنو په وړاندې را ولاړ شول او د حق جهاد د تحریمولو له پاره یې د خپلو بادارانو(امریکایانو) په اشاره په جده، کابل او ځېنو نورو سېمو کې د څو بې عمله علماؤ په رهبرۍ غونډې جوړې کړي او روان جهاد ته یې د افغان وژنې پوښ ور واغوستل.
۴ـ د تېر کال په اوږدو کې په مسکو کې د طالبانو، افغان سیاستوالو، بهر مېشتو افغانانو تر منځ ناسته دایره شوه، هلته ټولو اړخونو خپل دریځونه او د افغانستان د راتلونکي په اړه خپل تصمیمونه سره شریک کړل، افغان سیاستوال چې له مسکو غونډې څخه هېواد ته راستانه شول، له کړنو او خبرو یې داسي معلومېدل، چې ګواکې د افغانستان د راتلونکي په اړه د طالبانو دریځ یو سپېڅلی دریځ وو او د افغانستان د پرمختګ له پاره یې یوه سپېڅلې تګلاره لرله.
دا ځل چې په دوحه کې دوهمه ناسته ترتیب شوې وه، ټاکل شوې وه چې یاده ناسته به د تېري جمعې په ورځ پیل شي. د ناستې اجنډا به د مسکو د ناستې په څېر وي، خو افغان دولت چې د مسکو په غونډه کې منزوي شوی وو او خپل باطل والی یې ټولو افغانانو ته ښکاره شوی وو؛ نو دا ځل یې داسې یو لېست ترتیب کړ، چې د پرمختګ پر ځای به شخړې او منازعې نورې هم ګرموي او د معمول خلاف یې لېست ته ۲۵۰ کسان د غونډې
ګډونوال ور داخل کړل او شاید له خپلو باډی ګاردانو سره یې شمېر له ۳۰۰ سوه څخه اوښتی وای، طالبانو له خپل الله ورکړي فراست او ځرکتیا سره د دوی دا ډاټابیس محدود کړ او د نا اهله اشخاصو پر ځای یې اهل او ریښتنې اشخاص ورداخل کړل، خو د طالبانو دې پر ځای کړنې د کابل اداره وارخطا کړه او یو ځل بیا یې دا و انګېرله، چې د مسکو د غونډي په څېر دا ځل بیا د طالبانو حقانیت نور هم روښانه کېږي او زموږ غلامي او دین او وطن دښمني نوره هم افشا کېږي؛ نو ځکه یې ناسته لغوه اعلان کړه او افغان سیاسیونو ته یې د سفر اجازه ورنه کړه.
۵ـ دا ځل چې له امریکایانو سره د دریم پړاو خبرو د پیلېدو وخت را نېږدې دی او ټول هېوادوال ورته هیله من دي، چې دا ځل ناسته به فیصله کېدونکې ناسته وي، امریکایان هم هیله من دي چې نور به له دې اوږدي او ستړي جګړې څخه خلاصېږو، افغان مجاهدین او ورسره مجاهد ولس هم د یوه سوچه اسلامي نظام خوبونه ویني.
د کابل اداره له سختې وارخطایې سره مخ ده او د خپلې واکمنۍ د زوال شېبې شماري، د کابل ادارې مشر غني د خپل واک د خځولو له پاره له هر راز حربو څخه کارو واخیست، خو یوه فرېب یې هم نتېجه ور نه کړه، دا ځل یې یو لوی فرېب ته مخه کړې او هغه د لویې جرګې راغوښتل دي، لویه جرګه چې ګډونوال یې باید ریښتني او د هېواد په درد دردمن افغانان وای، خو څرنګه چې د لویې جرګې کنترول، مصارف، او اجنډا د کابل د ادارې د مشر په لاس کې ده؛ نو هر مرو به ورته ګډونوال هم د غني د خوښې وړ اشخاص وي، کله چې د لویې جرګې ګډونوال د غني د خوښې وړ اشخاص شي؛ نو د غني له پلویانو څخه بیا د حق د اواز د اچتولو غوښتنه یو غیر معقولانه غوښتنه ده.
اوس که هر عاقل او د بصېرت خاوند هغه



