ويسا: اولس سوله غواړي، حکومت د جګړې د دوام رجزونه تکراروي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱)

له کابله خپريدونکې ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په هيواد کې پرونيو لاريونونو ته په اشاره ويلي چې سوله د افغان اولس تر ټولو لومړنی ارمان دی خو زياتوي (حکومت څومره د ولس د ارمانونو ترجمان دی؟!).

ويسا وايي، په پرونيو لاريونونو او د ميدان ښار د شهيدانو چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي و  په اعتراضيه لاريون کې هم خلکو همدا شعار بدرګه کاوه چې د افغان اولس قتل عام بس دی.

په سرمقاله کې راغلي، د تيرې پنجشنبې په ورځ چې د ستراتيژيکو او سيمه ييزو مطالعاتو مرکز کومه څيړنه خپره کړه نو هم اويا سلنه هيوادوالو ورته ويلي چې د حکومت پرصداقت باوري نه دي او حکومت سولې ته ژمن نه دی.

د ويسا په باور، که د اولس غوښتنو، اعتراضونو، شعارونو او د څيړنيزو بنسټونو څيړنو ته وکتل شي نو پايله يې همدا ده چې حکومت د ملي ګټو پر خلاف روان دی.

سرمقاله زياتوي، دا چې ولس سوله غواړي، حکومت د جګړې د دوام رجزونه تکراروي، نه یوازې تش رجزونه د نرخ د وروستۍ بمبارۍ په څېر هره ورځ په بمباریو او بریدونو کې ولس ته مرګ ژوبله اوړي. له دې سره د کابل په زړه کې د تېرې ورځې د مخابراتو پر وزارت د برید په څېر حکومت د بریدونو مخه هم نشي نیولی.

دغه راز ويسا ليکي، حکومت خلکو ته د کار زمينې برابرولو کې پاتې راغلی او زرګونه افغان ځوانان لا هم په اروپايي پنډغالو کې بې سرنوشته پراته دي.

ويسا ليکي، حکومت قانون تر پښو لاندې کوي ، پر داسې تګلارو بوخت دی چې نه د اولس په خير دي او نه به يې برخليک بدل کړي زياتوي (که په هغو کې د بدلون تصور کېدای شي هغه هم د اشرف غني د کمپایني شعار په څېر چې ویل یې د ولس په دسترخوان کې بدلون راولي. متأسفانه دغه بدلون راغی، خو دسترخوان تش شو).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button