ټاکل شوې وه، چې افغان کرکټ بورډ به د نړیوال جام سیالیو لپاره نن لوبډله اعلان کړي خو اوس ویل کیږي چې سبا ته به اعلان شي
په کرکټ بورډ کې ځینو سرچینو د امریکا غږ خبریال جعفر هاند ته ویلي چې د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته به د افغان لوبغاړو نوملړ سبا ( د اپریل۲۲) خپور کړي
د کرکټ نړیوال کپ سیالیو ته به د دې “شهزاد محمدي، نورعلي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، عثمان غني، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، محمد نبي، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب لوبډلمشر، راشدخان مرستیال لوبډلمشر، دروېش رسولي، مجیب ځدراڼ، شفیق الله شفق، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، شاپور ځدراڼ، حمید حسن، کریم جنت، قیس احمد، شرف الدین اشرف، سید شیرزاد او سمیع الله شینواری” ۲۳ لوبغاړو له جملې څخه پنځلس تنه لوبغاړي ځي
چې کرکټ بورډ به په دې لوبغاړو کې څوک انتخاب کړي وي؟ سبا ته به یې معلومات وشي
د ۲۰۱۹م کال کرکټ نړیوال جام سیالۍ به د مۍ میاشتې په ۳۰مه نیټه په لندن کې پیل شي
















