سهيل شاهين: د راتلونکو مذاکراتو مهمه موضوع د بهرنيو ځواکونو وتل دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲)

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهيل شاهين ويلي، چې د امريکا سره د راتلونکو خبرو مهمه موضوع به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو پر سر وي.

نوموړي دغه څرګندونې د فرانس پريس خبري اژانس ته په يوه مرکه کړي دي.

سهيل شاهين وايي، د امریکا او طالبان په تيرو مذاکراتو کې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه یو لړ هوکړو ته نږدې شوي خو زياتوي لا هم ځينې خبرې شته چې بحث به پرې وشي “د بهرنیو ځواکونو وتل د راتلونکو خبرو مهمه موضوع ده”.

ښاغلی شاهين وايي، له امریکايانو سره د خبرو د دوام یو مهم شرط له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

طالبانو او امريکا تر دې مخکې پنځه ځلې د افغانستان ستونزې د حل او د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې کړي خو لا هم تر اوسه کومې هوکړې ته نه دي نږدې شوي.

طالبان له هيواده د بهرنيو ځواکونو وتل غواړي او امريکا وايي، چې دوی بايد ډاډمن شي چې له افغانستانه به ورته خطر نه پيدا کيږي.

دواړو لورويو ويلي، چې تيرې خبرې يې ګټورې وې او راتلونکو خبرو لپاره هم اميد شته چې يوې پايلې ته سره ورسيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button