نشنل انټرسټ: افغانستان ډاکټرانو، انجنيرانو ته اړتيا لرله؛ امریکا یوازې سرتيري وليږل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲)
د امریکا چاپ نشنل انټرسټ خپرونې په يوه مطلب کې ليکلي، امریکا په افغانستان کې له يو تريلون زيات ډالر مصرف وکړ خو بيا يې هم د ولسواکۍ پروژه ناکامه شوه.
په مطلب کې راغلي، امریکا ژمنه کړې وه چې په دغه هيواد کې به جګړې له منځه وړي، اقتصاد به پياوړی، بيا رغونه به وکړي او بشري حقونه به خوندي کړي زياتوي حکومت جوړ شوی خو امنیت خوندي نه دی او لا هم ولسواکي تر تهديد لاندې ده.
نشنل انټرسټ ليکي، د امریکا په دومره ډير لګښت سره وسله وال ورځ تر بلې د افغانستان خاوره لاندې کوي، د نشه يي توکو کښت تر بل هر وخت زيات شوی او لوړه سلنه افغانان لا هم په فقر کې ژوند کوي.
د سرچينې په وينا، امريکا په افغانستان کې ميلياردونه ډالره بې ځايه مصرف کړي، نه يې دغه هيواد پيژندلی او نه يې د ستونزو د اصلي حل پسې هلې ځلې کړي.
خپرونه ليکي، افغانستان د بيا رغونې لپاره انجينرانو، ډاکټرانو او متخصيصينو ته اړتيا لرله خو امریکا يوازې دغه هيواد ته سرتيري واستول چې له امله لا هم د افغانستان ډیرې برخې پخواني حالت ته ورته او ورانې ویجاړې دي.



