کابل ټکی کام (یکشنبه، مرغومی ۲۰مه، ۱۳۹۴ ل): د سوريې په ادلب ښار كې د القاعده پر يو زندان د روسي هوايي ځواكونو په بمبار كې ۶۰ كسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.
په سوريه كې د بشري حقونو شبكه وايي، روسي هوايي ځواكونو د ادلب په يو كلي «معرالنعمان» كې د يو مشهور ماركيټ څنګ ته پرته وداني په نښه كړې او دغه مرګ ژوبله يې په كې اړولې ده.
«معره النعمان» د د القاعدې مربوطه ډلې لاس کې ده او ويل شوي چې په نښه شوې ودانۍ كې القاعده شبكې خپل زندان جوړ كړى و.
د خبر له مخې پر دغه زندان د روسي هوايي ځواكونو لخوا په ۶۰ وژل شويو كسانو كې ۲۱ ملكيان، ۷ د القاعدې غړي او ۲۹ بنديان شامل دي، چې ویل کیږي د سوريې رژیم سره په تړاو بنديان شوي وه.
دغه راز خبر زیاتوي، د روسي الوتکو په دغه هوايي بريد كې د زندان ودانۍ په ټولیزه توګه ویجاړه شوې، ټپيان او مړي د ودانۍ لاندې شوی وه چې بیرته را اېستل شوي دي .
سلیم بریال


















