کابل ټکی کام شهرت وردګ
په بلجیم کې د پګیدا افراطي ډلې يوه غونډه جوړه کړې وه ترڅو حکومت ته خبردارۍ ورکړي چې مسلمانو مهاجرینو ته پناه ورنکړي.
د مظاهرو په وخت کې دوی د اسلام د پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي هم وکړه او هغه یې (العیاذبالله) یو تروریست یاد کړ.
مظاهره چیانو اسلام د ترورستۍ مذهب بللی دی او اروپا یې ویرولې ده که چیرې مسلمانانو ته ځای ورکړي نو ډیر ژر به اروپا هم د ترورېستانو په مرکز بدله شي.
دغه مظاهرې د بلجیم د آنټوب ښار کې شوي دي، چې ډیرۍ مسلمان مهاجرین هم په همدې ښار کې استوګن دي.
د فرانس پرېس خبري اژانس له قوله ویل شوي دي چې په مظاهره چیانو کې د بلجیم د فلامانډ سیمې یو اتیا کلن افراطي هم ترسترګو شوی دی چې خلک یې د اسلام د دین توهین کولو ته هڅول.
د دغو مظاهرو سره په یوه وخت په بلجیم کې د پګیدا افراطي ډلې مخالفانو هم مظاهرې کړي دي او خلک یې انساني همدردۍ ته رابللي دي، او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې ده چې تر خپل وس پورې دې مهاجرینو ته پنا ورکړي.
د یادونې وړ ده چې پګیدا اصلي مرکز د جرمني په ختیځ کې دی خو په ټولو اروپايي هېوادونو کې خپل دفترونه لري، دوی وخت په وخت د اسلام د مقدساتو سپکاوی کوي.


















