غزني: د ګډو ځواکونو عملياتو کې ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲)

د غزني ولايت په قره باغ او ګيلان ولسواليو کې ګډو ځواکونو شپني عمليات کړي چې پر مهال يې ملکي خلکو ته د ځاني زيان تر څنګ مالي زيانونه هم اوښتي دي.

د قره باغ اوسيدونکي وايي، دغه عمليات تيره شپه د ټولا، والي او ليليزو سيمو کې ترسره شوي په وينا يې عملياتي عسکرو د ګڼو کورونو دروازې ماتې کړي، د خلکو شخصي وسائط يې سوځولي او له کورونو يې پيسې او قيمتي مالونه وړي دي.

د عيني شاهدانو په خبره، په یادو عملياتو کې د کلي د ملا امام په شمول څلور کليوال وژل شوي او دوه تنه نور د چاپې عسکرو له ځان سره وړي دي.

دغه راز سرچينې وايي، تيره شپه په ګيلان ولسوالۍ کې هم شپني عمليات ترسره شوي چې په ترڅ کې يې عامو خلکو ته مالي زيانونه اوښتي، د کلي ملا وژل شوی او دوه تنه کليوال يې له ځان سره وړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ماسپښين هم د دغه ولايت، شلګر ولسوالۍ په عليزو سيمه کې په هوايي بريد کې یو کور ویجاړ شوی و او دوه تنه چې ملکي وګړي و وژل شوي و.

که څه هم امريکا له یوې خوا طالبانو سره د سولې خبرې روانې کړي خو له بله پلوه يې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې د داخلي عسکرو په ملتيا شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو ته زور ورکړی چې تر ډيره پکې ملکي خلک هدف ګرځي.

په شپنيو عملياتو کې د ملکيانو د وژل کيدو لړۍ له تيرو څو مياشتو راهيسې تونده شوې چې هره شپه پکې لسګونه عام خلک ژوند له لاسه ورکوي، خو بشري بنسټونه، یوناما او ورته ډول نورې ادارې بيا د ملکي خلکو د وژنې په اړه په خپلو راپورونو کې یاده مرګ ژوبله نه راخلي او تر ډيره پکې د ملکيانو د وژل کيدو ګوته طالبانو ته نيول کيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button