پمپيو غني ته: د قطر بین الافغاني کنفرانس بايد جوړ شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲)

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د ګډ حکومت اشرف غني سره تيليفوني خبرې کړي او د قطر بین الأفغاني غونډه په ترسره کيدو يې ټينګار کړی.

پمپيو په دغه خبرو کې د قطر غونډې په لغوه کيدو خواشيني څرګنده کړې او غوښتنه يې کړې چې خامخا بايد په قطر کې بین الافغاني کنفرانس جوړ شي.

پمپيو ويلي، چې ښکيلې خواوې دې دغه فرصت له لاسه نه ورکوي او څومره چې ژر کيدلای شي بايد د ګډونکوونکو د لیست پر سر موافقه وشي او یاد کنفرانس په قطر کې ترسره شي.

ټاکل شوې وه چې د روانې اپريل مياشتې په شلمه او يوويشتمې په قطر کې بين الأفغاني کنفرانس جوړ شي چې طالبانو، افغان سياستوالو، د ګوندونو استازو او ګډ حکومت ته پلکې بلنه ورکړل شوې وه.

ملي يووالي حکومت په یاد کنفرانس کې د ګډونکوونکو ۲۵۰ کسانو لیست خپور کړ خو طالبانو وويل، دا کنفرانس دی؛ نه واده چې په دومره ډير شمير کسان پکې برخه اخلي.

دغه راز د قطر کنفرانس تنظيموونکو د ملي یووالي حکومت د ګډونکوونکو له ليست څخه د ځينې کسانو نومونه وايستل چې وروسته یاد کنفرانس لغوه اعلان شو.

طالبان وايي، هرڅوک کولای شي د قطر کنفرانس کې برخه واخلي او خپل نظر څرګند کړي؛ آن د ګډ حکومت چارواکي هم پکې برخه اخيستلی شي خو يوازې خپل نظر به وايي او د حکومت له رسمي ادرسه به خبرې نه کوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې یاد کنفرانس به بيا ځلې کله جوړيږي او څومره کسان به پکې برخه اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button