په پلازمېنه کابل کې د محمد علي جناح په نوم روغتون پرانيستل

ډاکټر یوسف اکبري

ای تش په نامه جهادي رهبرانو!!!

ای تش په نامه د دوه سري غلام او فاسد دولت چارواکو!!!

د تش په نوم جهاد زاده ظاهر قدير وايي اتيامليونه ډالر سرمايه لرم.

د تش په نوم اتل احمدشاه مسعود پر قبر په ملیونونو ډالر مصرف شول او لا یې هم د مصارفو لړۍ روانه ده

د تش په نوم مارشال فهیم پر قبر په ملیونو ډالر مصرف شول.

د تش په نوم رباني پر قبر په لکونو ډالر مصرف شول.

عطامحمد نور په ډالرو کې خوسا شو.

ګل آغا شېرزی د امریکایی باد راوړو ډالرو غوښنه برخه په خیټه کې واچوله.

اسمعيل خان د نان بایي توب نه ملیونر شو.

د وخت شاه شجاع حامد کرزي د ډالرو ډکې ډکې بوجۍ ډار خوندي او زیرمه کړي دي.

د چارواکو خپلوان او پارټنر ډیری سوداګر له اروپا، امريکا، اسټراليا او نورې نړۍ سره د ځمکې، هوا، او اوبو له لارې په پراخه پيمانه توکي واردوي او صادروي لوې لوې سرمايه داران چې په ملیاردونو او بلیاردونو سرمايې لري، دې ټولو د خپل هیواد د بې وزلو خلکو لپاره د روغتیا یوه معیاري آسانتیا هم برابره نکړه، ټول هیوادوال یې مجبور کړي چې هند او پاکستان ته د درملنې لپاره درانه او سخت سفرونه وکړي.

خو نن د هغه هیواد لخوا چې شپه او ورځ ترې همدا پورته او نور چارواکي سرونه ټکوی او دنیا یې په سر اخیستې ده د کابل په زړه کې د قاید اعظم محمد علي جناح په نوم روغتون جوړوي او همدغه چارواکي څوک یې په ټیټو سترګو استقبالوي او ځینو خپلې خولې پټې نیولي دي او د پاکستان شین بیرغ پرې رپیږي یادو چارواکو ته ډېر د بې پتۍ، بې ننګۍ، شرم، او بې غيرتۍ ځای دی تاريخ به تاسو هېڅکله ونه بخښي، خو په عربي ژبه کې یو متل دی وایي چې : اذا فاتک الحیاء فافعل ما شئت) چې حیا درنه لاړه بیا هر څه کوه چې څه دې خوښه وي.

ځینې به اوس نیوکه کوي چې د امريکا بیرغ ته مو غيرت چېرته دی یا دا چې پاکستان تر امریکې هم بد دی؟

نه! باید په زغرده ووایو چې هر هغه هېواد که هغه کافر وي او که مسلمان چې زمونږ په هېواد وسله وال بريد وکړي اشغالګر دی خلاف یې یو.

هغه به ډیر بې ننګه، بې غيرته او بې وجدانه افغان وي چې په خپل هیواد کې د نورو اشغالګرو په شتون خوښ وي

متفکرخان په دا ډول حياتي او ملي مسايلو خپله خوله ګنډلې وي لکه برېښنايي پېژند پاڼې، په فرضي ډيورنډ کرښه ازغن تار، د پاکستان په سفارت، کونسلګریو او طورخم کې د افغانانو قیامت ډوله د کړاوونو ډک حالت او داسې نورو مسایلو کې ېې لنډ ځواب دا وي چې بس دا د ولسونو او هیوادونو خبره او فيصله ده.

دی هم پوهېږي چې ولس یې د سبا د ډوډۍ په غم کې دومره ډوب کړی چې هېڅکله به دې خبرو او د خپل حق غوښتنې ته اوزګار نه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button