د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۹ نړيوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۲)
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کميټې د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام لپاره پنځلس کسيزه لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ياده لوبډله د هغه درويشت لوبغاړو څخه غوره شوې چې دا مهال په افريقا کې په تمريناتي کمپ او لوبو بوخت دي زياتوي “د هر لوبغاړي فټنس، پرفارمنس او کړنې کتل شوي او د تيرو شپږو مياشتو ارزونې وروسته ترې غوره لوبغاړي ټاکل شوي دي”.
هغه پنځلس لوبغاړي چې د کرکټ بورډ له خوا د ۲۰۱۹م نړيوال جام لپاره اعلان شو پکې د “ګلبدین نایب لوبډلمشر، شهزاد محمدي ویکټ ساتونکی، نورعلي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي، راشدخان ارمان، دولت ځدراڼ، افتاب عالم، حمید حسن او مجیب ځدراڼ” نومونه شامل دي.
کرکټ بورډ وايي، درې تنه (اکرام علي خېل، کريم جنت او سعيد شېرزاد د احتياطي لوبغاړو په توګه غوره شوي دي.
د کرکټ بورډ غوراوي کميټې مشر دولت خان احمدزی وايي، د يادې لوبې لپار يې غوره لوبغاړي انتخاب کړي “د دوی تجربې، د لوبې توازن، اقليم او د هر لوبغاړي فام ته لومړيتوب ورکړل شوی دی” اميد لرم چې یاده لوبډله به ښه ولوبيږي .
د ۲۰۱۹م كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځینۍ لوبې د دغه كال د مئ مياشتې په ۳۰مه نېټه پيلېږي او د جولاى مياشتې تر ۱۴مې نېټې به دوام كوي.



