دتقوی غرور

طالب الهام

ګل چې غوټیو کې دمینې کرشمې تخنوي

بلبل ته بیاپه سوې زړه دعشق لمبې تخنوي

زه تفکر ستا دقدرت دښکلو مخ کې کووم

کافرشیطان راته په زړه کې وسوسې تخنوي

آغاز دعشق بې انتهاء د رسوایي شي آخر

دیوسف حسن چې زړګی د زلیخې تخنوي

زما دتقوی غرور به څنګه ورته نه ماتیږي

چې لېونۍ راته په سترګوکې غمزې تخنوي

چې په مستۍ ورته بیا هغه نڅاګره راشي

طالب الهام ته دزړه څړیکوکې نغمې تخنوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button