کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۳ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
دګډ حکومت مشر نن دلویې جرګې جوړونکي کمیسون سره لیده کاته کړي دي، ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په نهمه په کابل کې د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه شي.
غني نن د یادې جرګې خیمې ته ورغلی او د دې جرګې د جوړونکي کمیسیون له غړو سره یې لیدلي دي.
له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ولسمشر ویلي، لویه جرګه به د سولې په اړه ټول افکار منسجم او په دې برخه کې به پاشلې هڅې سره همغږې کړي. نوموړي زیاته کړې، د ملت استازي کولی شي ددې جرګې له لارې، په ازادانه توګه خپل نظرونه، وړاندیزونه او مشورې مطرح کړي.
هغه زیاته کړې، د سولې پر وړاندې پراته خنډونه تر ډېره حده کم شوي او دا جرګه به د سولې حدود او لوری په سمه توګه روښانه کړي. نوموي هغو کسانو ته په اشارې چې په یاده جرګه کې یې د نه ګډون خبره کړې ویلي، دا جرګه شخصي نه بلکې د نظام د وصل لپاره رابلل شوې ده او د ولس ټول استازي پکې ګډون کولی شي.
غني په داسې حال کې دې جرګې ته خلک رابللي چې څو ورځې وړاندې یې په قطر کې دبین الافغاني ناستې دجوړېدو مخه ونیوله چې وروسته بیا دامریکايي چارواکو ترڅنګ افغان سیاسیونو اوعامو وګړو سخت غبرګونونه وښودل، اونوموړی یې دسولې په مخالفت تورن کړ.


















