د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایرانه د تیلو ۵ پیردونکو هیوادونو ته هغه مهلت نه تمدیدوي چې له مخې یې دوی کولای شوای له ایران تیل واخلي
ټرمپ چین، جنوبي کوریا، جاپان، هند او ترکیې ته معافیت ورکړی وو چې له ایرانه تیل اخستلای شي
سپینې ماڼۍ ویلي چې د می میاشتې په دوهمه نیټه معافیت ختمیږي او ټرمپ نیت نلري چې دا مهلت تمدید کړي
چین د امریکا دې کار ته سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا به په منځني ختیځ او د تیلو په نړیوال مارکیټ کې سخت بحرانونه رامنځته کړي
ترکیې هم د امریکا دا کار ناسم بللی او وایي چې دا به په سیمه کې نا امني رامنځته کړي
اسرائیلو بیا د امریکا له دې پرېکړې ملاتړ اعلان کړی خو ایران بیا وایي چې د امریکا دا کار غیر اصولي دی او دوی به هېڅ ارزښت ورنکړي


















