(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۴)
د الټرنېټ په نوم امریکايي نشريه ليکي، چې امريکا په افغانستان کې ډیری جنګي جنايتونه ترسره کړي چې اوس يې د پټولو هڅې کوي.
د سرچينې په وينا، امریکايي ځواکونو د افغانستان په ليرې پرتو سيمو کې ملکي خلک له کورونو ايستلي بيا يې وژلي، بنديان کړي او ډول ډول وحشتونه يې ترسره کړي؛ آن چې ډیری خلک لا هم لادرکه دي.
د سرچينې په وينا، امريکا د دغه جنايتونو د سپيناوي او پلټنو مخه نيسي او پر وړاندې يې خنډونه جوړوي.
مطلب زياتوي، د امريکايي ځواکونو د دغه وحشتونو دوام و چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او امريکايي چارواکو تر منځ اړيکې خرابې شوې چې نوموړي د یادو جنايتونو او وحشتونو د بندولو غوښتنه کوله.
د الټرنېټ نشريه ليکي، امريکا په نړې کې د خپل حيثيت ساتلو په موخه د دغه پلټنو اجازه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه د بشري حقونو د څار نړيوالې ډلې ويلي، په افغانستان کې د ښکيلو خواوو او په تيره بيا د امريکا سي آی ای ځواکونو له خوا د عامو خلکو حقوق تر پښو لاندې شوي، چې له رسنيو پټ ساتل شوي او د جرمونو نړيواله محکمه بايد په دې اړه پلټنه وکړي.


















