يو امت يوه روژه يو عرفه يو مو اختر دی
يو قرآن يو شريعت يو زمونږ ښکلی پېغمبر دی
له مشرقه تر مغربه له شماله تر جنوبه
مسلمه امت يو جسم يو ملت او یو لښکر دی
زمونږ مذهب کې اختلاف د مَطالِع معتبر نه دي
هم يوه زمونږ سپوږمۍ ده او هم يومو تک سپين لمر دی
د اللهﷻ پاک په رسۍ ټول مؤمنان يو راټول شوي
يو مو ليلةُ البرات او يو مو ليلةُ القدر دی
يو مو غم يوه خوښي ده، يو مو حج او قرباني ده
يو کعبه يو مو قِبله ده، يو امام يو مو رهبر دی
عربي که عجمي وي، هم که سپين وي او که تور وي
چې په نوم څوک مسلمان وي ها زمونږه برادر دی
“عُقابي جانانه” ټول کفري جهان پر ضد بايد يو شو
زمونږ جهاد زمونږ اتحاد او زمونږ اقدام په هرڅه بر دی


















