خلیلزاد اسلام اباد ته رسیدلی او هلته یې له چارواکو سره لیدلي

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۹ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

 

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی هیوادونو ته د خپل سفر په ترڅ کې اسلام اباد ته رسیدلی او هلته یې له پاکستاني مقاماتو سره لیده کاته کړي دي.

له خلیلزاد سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز هم په دې سفر کې ملتیا کوي.

دوی هلته له پاکستاني چارواکو سره لیدلي او د افغان سولې په روان بهیر یې بحث سره کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چاروا وزارت همدا راز ویلي چې په دوو اړخیزو اړیکو هم بحث شوی دی.

خلیلزاد تر دې مخکې په کابل کې وو او هلته یې د ولسمشر غني په ګډون له یو شمیر نورو حکومتي چارواکو سره هم لیدنې لرلې.

خلیلزاد به د شپږم سفر په ترڅ کې چې د می تر ۱۱مې نیټې پورې به دوام وکړي، په قطر کې له طالبانو سره هم کیني.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button