(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۰)
د بغلان ولايت د جلګې ولسوالۍ اړوند شاوخوا سيمو کې طالبانو عمليات پيل کړي چې د ځايي سرچينو په وينا لا هم دوام لري.
تر اوسه په دغه عملياتو کې د جګړو خبر نه دی ورکړل شوی خو طالبان وايي ځواکونو پرمختګ کړی او لا هم عمليات روان دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، طالب ځواکونو تر اوسه د یادې ولسوالۍ مربوط د (سنګ آب، غوري سنګ، سیاریګ، زلال بیګ او ګدرې) مهمې او پراخې سيمې د دولت له حاکميته ايستلي دي.
د مجاهد په وينا، لا هم عمليات دوام لري او خوست، فرنګ او ګذرګاه ولسواليو عمومي لارې يې د حکومتي منسوبينو او چارواکو د تګ راتګ پر مخ تړلي دي.
دغه راز نوموړي په ياده ولسوالۍ کې د (عطاءالله، سيف الله، ناصر او عبدالجبار) په نومونو د څلورو پوليسو د تسليميدو خبر هم ورکړی دی.
طالبانو د الفتح په نوم عمليات له تيرو شاوخوا یوې مياشتې راهيسې پيل کړي چې تر دې دمه يې د دولت له حاکميته زياتې سيمې ايستلي او په ډير شمير پوستې، پوځي مرکزونه او قرارګاوې يې نيولي دي.


















