د امریکا دفاع وزارت: نور افغان پیلوټان په امریکا کې نه روزو

کابل ټکی کام ( پنج شنبه، ۱۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د ټاسک ایند پرپوس خبري اژانس د خبر له مخې چې د امریکا دفاع وزارت ویلي، نور افغان پیلوټان په امریکا کې نه روزو.
پنټاګون ویلي، دوی ځکه غواړي چې په امریکا کې د افغان پیلوټانو ټریننګ او روزنه ختمه کړي چې سم نیمایي راغلي پیلوټان بیرته وطن ته له تګ څخه انکار کوي.
د سرچینې په وینا چې افغان پیلوټان په امریکا کې د پناه غوښتنه کوي.
پنټاګون ویلي چې له دې وروسته به د دوی روزنه په داخل د افغانستان کې کوي.
د یادونې وړ ده چې لومړۍ افغانې پیلوټې هم په امریکا کې پنه واخسته.



