ليکوال: م. نجم الرحمن فضلي
پوښتنه : زيد په کور کې دواء خرڅوي، عمر او نور خلک د دواء لپاره راغلل، کوم چې د زکوة مستحق دي، آيا زيد هغوی ته د زکوة په نيت دواء ورکولای شي او که نه؟.
ځواب : ورکولای يې شي، خو که هغوی ته يې ښکاره کړي نو دا بهتره ده، چې دا د زکوة له روپيو څخه دی ([1]).
په قرض باندې په ورکړی شويو روپيو کې د زکوة نيت
پوښتنه : يو شمير خلک قرض واخلي او ځي، د کافي وخت له تيريدو وروسته بيا هم د پيدا کيدو اميد يې پاتې نشي، اوس که چيرته هغه ته په ورکړی شويو روپيو کې د زکوة نيت وکړی شي نو زکوة اداء کيږي او که نه؟.
ځواب : د زکوة اداء کيدلو شرط دا دی چې د روپيو ورکولو په وخت کې به نيت کيږي، يا تر څو چې له فقير سره بعينه همغه روپۍ محفوظې وي نو تر هغه وخته پورې نيت کيدلای شي، مګر که چيرته د قرض په نيت روپۍ ورکړی شي او قرض اخيستونکي هغه روپۍ مصرف کړې وي، اوس نو د زکوة په نيت کولو سره زکوة نه اداء کيږي، البته دا صورت کيدلای شي که چيرته هغه مقروض محتاج وي نو هغه ته د زکوة روپۍ ورکړی شي او له ورکولو وروسته په خپل قرض کې وصول کړی شي ([2]).
سادات او د انګريزي لوستونکو ته د زکوة ورکول
پوښتنه : آيا په دې زمانه کې ساداتو ته زکوة ورکول کيدلای شي او که نه؟ او په انګريزي زده کړه باندې د زکوة روپۍ مصرف کيدلای شي او که نه؟.
ځواب : د ابو عصمه روايت له امام ابو حنيفة رحمه الله څخه دا دی چې : د بيت المال د خمس الخمس نه ورکولو له امله بنو هاشمو ته د زکوة ورکول صحي دي، امام طحاوي رحمه الله هم همدا غوره کړې، مګر ظاهر الروايت دا دی چې ورکول يې صحي نه دي، او که چيرته مستحق ته په تمليک ورکړی شي نو زکوة اداء کيږي، اګر که هغوی انګريزي زده کوي، مګر ديندارو ته يې ورکول بهتر دي ([3]).
د حج لپاره د زکوة ورکول
پوښتنه : که چيرته يو کس حج ته روان وي او له هغه سره روپۍ کمې وي، نو هغه ته د زکوة روپۍ ورکول روا دي او که نه؟.
ځواب : له چا سره چې خرچه کمه وي د هغه لپاره د زکوة روپۍ اخيستل روا نه دي، مګر که چيرته روپۍ پوره وې او ولاړ، خو په لار کې له کومې پيښې سره مخامخ شو او روپۍ يې ضايع شوې او کور ته د راتلو هيڅ صورت نه وه، نو هغه ته په همداسې حالت کې د ضرورت په اندازه د زکوة روپۍ اخيستل صحي دي ([4]).
په بنديخانه کې د زکوة ورکول
پوښتنه : په بنديخانه کې دننه د جمعې لمونځ او زکوة ورکول روا دي او که نه؟ که چيرته روا وي نو آيا په بنديخانه کې دننه مستحق بندي ته ورکول کيدلای شي او که نه؟.
ځواب : په بنديخانه کې په جماعت سره د لمانځه کول پکار دي، مګر د جمعې پر ځای د ماسپښين لمانځه کول پکار دي، د بنديخانه په بنديانو کې چې کوم خلک د زکوة مستحق دي هغوی ته د زکوة ورکول صحي دي ([5]).
بنديانو ته د زکوة په روپيو ډوډۍ ورکول
پوښتنه : د زکوة يا نفلي صدقو په روپيو ډوډۍ پخول او په بنديخانه کې بنديانو ته يې ور ليږل روا دي او که نه؟ ځکه چې په بند کې بندي هر شي ته محتاج وي، او په مړه خيټه ډوډۍ په بنديخانه کې نه پيدا کيږي، مګر په بنديخانه کې غله، قاتلان او بې ګناه خلک هم وي، شرعاً حکم څه دی؟.
ځواب : په نفلي صدقو سره بنديانو ته ډوډۍ ورکول روا دي، په زکوة کې تفصيل دا دی چې که چيرته بندي د نصاب څښتن نه وه او هغه د خوراک مالک جوړ کړی شي نو زکوة اداء کيږي، او که چيرته اباحتاً پرې وخوړل شي مالک جوړ نکړی شي نو زکوة نه اداء کيږي، ځکه چې په زکوة کې د فقير تمليک شرط دی ([6]).
همدا رنګه ليکل شوي :
فقيرانو ته د ډوډۍ په ورکولو سره زکوة نه اداء کيږي، البته که چيرته هغوی ته خوراک په ملک ورکړی شي نو اداء کيږي ([7]).
همدا رنګه ليکل شوي :
د زکوة اداء کولو لپاره دا شرط دی چې د زکوة روپۍ يا بل شي کوم مستحق زکوة ته باقاعده په مالک او قابض جوړيدو سره ورکړی شي، له دې پرته زکوة نه اداء کيږي، لهذا مسکينانو ته د دعوت په ډول د ډوډۍ په ورکولو سره زکوة نه اداء کيږي، البته که چيرته بطور ملک خوراک هغوی ته ورکړی شي نو د همدغه خوراک د قيمت په اندازه زکوة اداء کيدلای شي ([8]).
([1]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۴۴، بحواله : کتاب المبسوط للسرخسي، کتاب الزکوة، باب العشر، ج : ۱، ص : ۲۷۰، وکذا فی ردالمحتار، کتاب الزکوة، باب زکوة البقر، ج : ۲، ص : ۲۸۶، وکذا فی البحر الرائق، کتاب الزکوة، الفصل الثاني فی العروض، ج : ۱، ص : ۱۷۹، وکذا فی النهر الفائق، کتاب الزکوة، باب زکوة المال، ج : ۱، ص : ۴۳۸.
([2]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۶۱ – ۱۶۲، بحواله : الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۲۷۱.
([3]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۵۸، بحواله : الدرالمختار، ج : ۲، ص : ۳۳۹، باب المصرف.
([4]) فتاوی محموديه، ج : ۹، ص : ۵۶۶، بحواله : ردالمحتار، کتاب الزکوة، ج : ۲، ص : ۳۴۳، باب المصرف.
([5]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۱۶۵، بحواله : عالمګيري، ج : ۱، ص : ۱۸۷، کتاب الزکوة، الباب السادس فی زکوة الزرع والثمار.
([6]) احسن الفتاوی، ج : ۴، ص : ۳۰۶ – ۳۰۷.
([7]) امداد الاحکام، ج : ۲، ص : بحواله : شامی، ج : ۲، ص : ۳.
([8]) فتاوی عباد الرحمن، ج : ۳، ص : ۱۲۰ – ۱۲۱، بحواله : التنوير مع الدر، ج : ۲، ص : ۳۴۴، الدرالمختار، ج : ۳، ص : ۱۷۱.