عبدالله عبدالله ترکیې ته تللی

کابل ټکی کام ( پنج شنبه، ۱۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

 

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن ترکیې ته تللی دی.

د اجرائیه ریاست له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په رسمي بلنه ترکیې ته تللی دی.

عبدالله عبدالله به هلته د ترکیې له حکومتي چارواکو سره وګوري.

نوموړی به همدا راز د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم وګوري او د افغان سولې په اړه، د دواړو هیوادونو د اړیکو په څرنګوالي به سره وغږیږي.

اجرائیه رئیس په داسې حال کې ترکیې ته تللی چې په کابل کې د لویې مشورتي جرګې تر عنوان لاندې لویه جرګه ناسته ده او نن یې درېیمه ورځ ده.

عبدالله عبدالله یو له هغو کسانو څخه دی چې د ولسمشر غني لخوا جوړه شوې لویه جرګه یې د هغه کمپایني هڅه بللې او د ملت په ګټه یې نه بولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button