پنټاګون دتېرکال په عملیاتو کې له خپل طرفه د ۷۶ ملکیانو وژنه تائید کړه

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۱۲ غوايي ، ۱۳۹۸ل )

د امریکا د دفاع وزارت په خپل تازه راپور کې ویلي چې د دوی د پوځي عملیاتو په ترڅ کې په افغانستان، عراق، سومالیا او سوریه کې ۱۲۰ ملکیان وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان دي.

 د پنټاګون کلنی راپور زیاتوي، په دغو کسانو کې یې ۷۶ په افغانستان، ۴۲ په عراق او سوریې او دوه په سومالیا کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د افغان ځواکونو په ملاتړ کله ناکله هوایي عملیات کوي چې تر ډېره یې قربانیان ملکي وګړي وي.

 خو پنټاګون ویلي چې د دوی په بریدونو کې د ملکي تلفاتو شمېر د ۲۰۱۷م کال په پرتله په بې ساري ډول کم شوی دی.

 په ۲۰۱۷م کې په دغو هېوادونو کې د امریکا د پوځ په عملیاتو کې شاوخوا ۸۰۰ ملکیان وژل شوي وو.

 د بښنې نړیوال سازمان هر کال دا شمېر ډېر ښیي چې د امریکا پنټاګون مجبوره کېږي څو د خپلو بریدونو په اړه وضاحت وړاندې کړي.

دامریکا وروستیو بمباریو او شپنیو چاپو ته په کتو نشرشوي ارقام خندونکي بلل شوي، یوشمېر څېړونکي وایي، امریکا په دغه تعداد ولسي وګړي په هفته کې وژني، خوداچې دنړیوالو پام له ځان څخه واړوي؛ او نړیواله جنايي محکمه یې دبشر زد په جنایاتو متهمه نکړي، ځکه یې په دغه راپورکې ارقام کم ښودلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button