بهرنيو چارو وزارت د پاکستان شارژدافير احضار کړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱۵)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تيره ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافير احضار کړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي،  د پاکستان سفارت شارژدافير يې ځکه احضار کړی چې د تيرې چهارشنبې او سې شنبې په ورځو د هغه هيواد له لوري پر افغان خاوره بمبارۍ وشوې او توپونه راوويشتل شول.

نوموړی وايي، د پاکستان له خوا پر افغان خاوره تيری او بمبارۍ غندل شوي او له پاکستانه يې غوښتنه کړې چې د يوې اغيز لرونکې کړنلارې له مخې افغانستان سره همکاري وکړي.

څو ورځې مخکې د خوست چاراکو او ځايي اوسيدونکو ادعا وکړه چې د پاکستاني ځواکونو له خوا په یادو ولسواليو کې بمارۍ شوي چې درې ملکي وګړي پکې وژل شوي، اته تنه ټپيان دي، او ځينې کورنۍ کډې کولو ته اړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ د پاکستان پوځ وويل، چې سرحدي پولې ته نږدې د افغانستان له لوري د سله والو له خوا د دوی پر ځواکونو بريدونه شوي چې هغوی هم پرې ځوابي بريد کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button