
د رمضان د راتګ په وجه مې د کشر په صفت له درنو علماوو او خلکو څخه څو غوښتنې!
لیکونکی: عبدالحمید راشد
الحمد لله الذي أوجب علينا الصِّيامَ، وجعله مطهِّراً لنا من الذُّنوبِ والآثامِ، وأشهدُ أن لا إلّه إلا اللهُ وحدَهُ لا شريكَ الملكُ العلاّمُ، وأشهدُ أنّ محمّداً عبدُه ورسولُه، خيرُ من صلّى وصامَ، وتهجّدَ وقامَ؛ صلّى اللهُ عليهِ وسلّم، وعلى آلِه، وصحبِه البررةِ الكرامِ.
درنو ورونو! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
د رمضان د راتګ په موخه لمړی ټولو عوامو او خواصو ته مبارکي وایم.
او له هغې وروسته له درنو لوستونکو څخه یو څو غوښتنې لرم، چې په لاندې ډول یې ورته په څو جملو کې وړاندې کوم. هېله ده چې د صحت او پوهي د ډاډ مند کېدو نه وروسته راسره د سمعنا او اطعنا کلمات تکرار کړۍ.
۱: مخکې له دینه چې رمضان شروع شي باید علماء کرام او پوه خلک د رمضان په اړه عوامو ته معلومات ورکړي او درمضان په مسائلو یې په هر اړخیزه توګه وپوهوي، د دې لپاره چې علماء عوام لا ښه وپوهوي نو پکار ده چې علماء د رمضاني او صومي مسائلو په اړه هر اړخیزه توګه مطالعه وکړي څو په فتواو کې په پشپړ ډول ډاډه او هر اړخیزه پوه ولري او ثواب دارین حاصل کړي، عوام هم باید له ځان نه مفتیان جوړ نه کړي بلکی په هغه مسائلو چې نه پوهیږي له علماوو څخه یې وپوښتي او ځان په سمه توګه له دین ځیني اګاه کړي ځکه دا پر دوی یو لازمي او فرضي امر دی.
۲: درنو ورونو! د رمضان وخت په پام کې ولري او دقیقا هغه وخت خلکو ته وښايي چې د رمضان لمړي ورځ وي. نو د دي لپاره لازمه ده چې د نړۍ په سطحه د هغه چا خبرې ته غوږ کښېږدو چې د رمضان د میاشت ليدو لپاره هره اړخیزه هڅه کوي او د دې لپاره هر قسم وسائل په کار اچوي، نو پکار ده چې په دې اړه هم ولس او هم خلک ډیر محطاطانه ګامونه واخلي او له تشطیط او ځان ځانۍ نه ډډه وکړي، څو هغه کارونه چې د رمضان په لمړیو کې پکار دي په سم ډول وکړو.
۳: علماوو ته پکار ده چې خلکو ته په دې میاشت کې د تزکیې ،عفوې،تیریدنې،مینې عاطفې،صله رحمۍ،انفاق في سبیل الله او اسلامي امت دمشکلاتو او کړاوونو باره کې خطبې، وعظونه او هر اړخیز درسونه برابر کړي،څو عوام ورونه له دې مسائلو نه خبر شي، څو عوام ورونه خپل فکر د بدبینۍ، حسد کرکې پر ځاي د اسلامي امت ټولو شریکو مصلحتونواو ګټو پر لور سوق او رهبري کړي او دا ناوړه کړنې د ټولو له فکر نه ووځي.
۴: درنو علماوو! پکار ده چې خپله علماء په رمضان کې د عبادت هغه روحیه له ځان سره ولري چې زموږ متقدیمینو درمضان په اړه له ځان سره لرله او دعباداتو هغه تمثیل خلکو ته وړاندې کړي چې صحابه کرامو مونږ ته وړاندې کړې، نه دا چې خلکو ته عبادت بل ډول معرفي کړو.قران کریم باید داسې تلاوت کړو چې پرې وپوهیږو او ټول حقوق یې ادا کړو او د لوستلو په وخت کې بې له تدبره تیر نشو څو د ناسم قرائت په وجه د رب د عذاب مستحق نه شو.
همدا ډول قیام په هغه ډول الله ته وړاندې کړو لکه څنګه چې صحابوو او زمونږ مخکنیو الله تعالی ته کاوه نه دا چې دا هم لکه د ورزش په څیر حرکات شي او له خشوع او خضوع نه خالی شي او په دی وجه د رب د عذاب مستحق شو ځکه دا یو سنت امر دی او کله چې پرې پيل وکړو نو هر شفع چې شروع پکې کړی شوی نو هغه فرض ګرځي نو پکار ده چې تراویح لمونځ کې قرائت تعدیل د ارکانو او د لمانځه ټول احکام پکې په نظر کې ولرل شي(قرائت، رکوع،سجده تعدیل الارکان، تسبیحات)او نور هرڅه باید د خشوع او خضوع نه ډک وي.
نه دا چې دا تراویح یو عادت وګرځوو! او دا اهم سنت د ځان تابع وګرځو.
نو د تراویحو احکامو کې یو څه تم کیږو ځکه دا مسئله زموږ ډیرو ورونو نه ده عملي کړې.
ځیني ورونه دا لمونځ له نورو لمونځو څخه په توپیر پیژندلی ، او په سمه توګه یې نه ادا کوي نو د لا ښه پوهې لپاره د دې مسئلی دلائلو ته ورګرځو.
تروایح سنت مؤکد دي او په اسلام کې خاص مقام او منزلت لري لکه په لاندې حدیث کې د دې لا ښه وضاحت شوی دی:
لما ورد عن الرّسول عليه السّلام في الحديث الشريف: (كان رسولُ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ يُرغِّبُ في قيامِ رمضانَ من غيرِ أن يأمرَهم فيه بعزيمة، فيقول: من قام رمضانَ إيمانًا واحتسابًا غُفِرَ له ما تقدَّم من ذنبِه. فتُوُفِّيَ رسولُ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ والأمرُ على ذلك. ثم كان الأمرُ على ذلك في خلافةِ أبي بكرٍ، وصدرًا من خلافةِ عمرَ على ذلك).[٢]
ژباړه: له رسول الله ص نه روایت شوی چې هغه به رمضان کې قیام او الله ته په ولاړه ترغیب ورکاوه، بې له دې چې د هغې په عزیمت امر وکړي،نو ویل به یې څوک چې په رمضان کې الله ج ته دایمان او ځان سره دحساب کولو په موخه الله ج ته ودریږي نو الله تعالی به دلره مخکني او وروستني ګناهونه معاف کړي ،نو رسول الله ص رحلت وکړ او همدا ډول دغه امر باقي امت ته هم موجود وه بیا دابوبکر رض په دور خلافت کې همدا راز د عمر رض الله د خلافت په لمړیو کې.
له نور تحقیق نه یې تیریږو خو صرف د ایمانا و احتسابا نه هدف دلته دا دی چې تراویح لمونځ کې باید خشوع او خضوع وي(او خشوع او خضوع د لمونځ د ټولو احکامود تطبیق نه پرته صورت نه مومي) څو له ځان سره مو ښه حساب کړي او په خپل لمونځ مو ښه فکر کړی وي.
همدا ډول عثمان رض وایي چې مونږ ته به رسول اکرم ص دومره اوږد لمونځ راکاوه چې مونږ به د زیات ستړتیا له کبله په دې لمونځ په خپلو امساوو تکیه لږوله.
نو پکار ده چې د لمونځ ټول احکام په دې قیام کې عملي کړو نه دا چې د رکعتونو د پوره کېدو هڅه وکړو بغیر له دې نه چې کیفیت یې په نظر کې ولرل شي، نو پکار ده چې علماء کرام په دې مورد کې د هیچا خواهش په نظر کې ونه لري بلکي صرف او صرف د الله ج رضا په نظر کې ولري او د مخلوق لپاره لمونځ اوږد او لنډ نه کړو ځکه (لا طاعة للمخلوق في معصیة الخالق) د مخلوق اطاعت په هغه څه کې نشته چې الله تعالی پرې ناراضه کیږي.
۵: د پیل په څېر په پاي کې هم د اختر د را رسیدو په موخه او همدرانګه د سرسایې په موخه علماء خلکو ته بشپړ معلومات وړاندې کړي، او خلکو ته د انفاق په اړه زیات ترکیز وکړي څو یتیمان بیچاره غریب ولس هم د مالي لحاظه دکمترۍ احساس ونکړي.
۶: په اخر باید علماء خلکو ته یادونه وکړي چې دغه تمرینات او د رمضان نه زدکړي نکات په نورو یوولسو میاشتو کې هم عملي کړي او د شوال شپږو روژو په فضیلت هم ورته رڼا واچوي.
د یوي قبولې شوې روژې او الله ته دښه قیام په هېله!



