د خليلزاد او ولسمشر غني ناکامې مترادفې هڅې!!
څارګر احمدزی
که چېرته د ولسمشر غني او خليلزاد بايوګرافيانې او د ژوندانه حالتونه وګورو نو تقريباً دواړه سره ورته څېرې حسابېږي او دواړو تقريباً په مترادف ډول د امریکا خدمت ته ملا تړلې خو د خدمت شکلونه يې بدل دي، داسې چې ولسمشر غني يوازې په افغانستان کې د امريکا د خدمت ټټر وهلی دی او خليلزاد بيا په ټوله اسلامي نړۍ کې امریکا د خدمت ټټر وهلی دی او دواړه هڅه کوي چې غربي ډيموکراسي په اسلامي نړۍ کې ترويج شي، خو يو يې يوازې په افغانستان کې ترويجول غواړي او بل يې بيا په ټوله اسلامي نړۍ کې.
خو دلته يې له بايوګرافۍ او ژوندانه له حالاتو تېرېږو بلکې يوازې هغه هڅې يې را اخلو چې دواړه پرې د مذاکراتو د روانې پروسې د سبوتاژ کولو هڅې کوي.
له کومه وخته چې د امريکايانو او افغان طالبانو تر منځ مذاکرات او خبرې اترې روانې دي او امريکايان په هر صورت غواړي چې د افغانستان مسئله د خبرو اترو له لارې حل کړي همداشان طالبان هم د افغانستان د حقيقي نماينده ګانو په څېر غواړي چې نور نو افغانان د لسيزو له جګړو څخه ووځي او ارام، سوکاله او د اسلامي نظام تر چتر لاندې خپل پاتې ژوند سره تېر کړي، نو له هماغه وخته پورتنۍ دوه څېرې د دغو مذاکراتو د سبوتاژ کولو او ګډوډولو هڅه کوي خو يو يې په يوه شکل کوي او بل يې په بل شکل،
د مثال په توګه کله چې طالبانو امريکايانو ته د دوی د عسکرو د وتلو شرط وټاکلو نو ولسمشر غني ټرمپ ته ليکونه لېږل پيل کړل او هڅه يې کوله چې ټرمپ دې ته راضي کړي تر څو خپل عسکر له افغانستان څخه ونه باسي چې دا پخپله د سولې د ګډوډلو ډېر ښکاره او څرګنده هڅه وه خو بل لور ته بيا زلمي خليلزاد هم د د سولې اړوند د مذاکراتو د سبوتاژ کولو هڅې کوله خو يوازې صورت او بڼه بدله وه، زلمي خليلزاد مذاکراتو د ګډوډولو او د امریکا د ګټو د خوندي کولو لپاره په ګاونډيو هېوادونو وګرځېدلو او هڅه يې کوله چې طالبان ګاونډيو ته منسوب وښيي او نړۍ ته دا ثابته کړي چې طالبان رښتيا هم د ګاونډيو تر تاثير لاندې دي. خو طالبانو ته الله ج لکه څنګه چې په نظامي ډګر کې بری او فتحه نصيب کړې ده همداشان يې په سياسي ډګر کې هم بری ورنصيب کړ او د خليلزاد دغه هڅه يې ناکامه کړله.
دغه شان د مذاکراتو په دويم پړاو کې کله چې امريکايان طالبانو ته د خپلو عسکرو پر وتلو قانع کېدلو ته نږدې شول نو ولسمشر غني وارخطا شو او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته يې ليک ولېږلو چې د طالبانو په سياسي ډله خو تاسو بنديزونه لګولي وو نوڅنګه دوی په ازادانه توګه نورو هېوادونو ته ځي؟
چې په دې هم نشوه نو بيا يې ټرمپ ته ليک ولېږلو چې موږ به په افغانستان کې هر ډول مصارف راکم کړو خو تاسو خپل عسکر مه وباسئ! او امريکايان يې تنبيه کړل چې ګواکې تاسو دلته خپل عسکر قرباني کړي دي او مونږ هم ستاسو لپاره قرباني ورکړې ده.
هلته بيا د ولسمشر غني مترادفې څېرې يعنې خليلزاد هم د دغو مذاکراتو د خرابولو هڅې پيل کړې او له طالبانو يې وغوښتل چې يا خو به په پاکستان کې د مذاکراتو بله غونډه کوي او يا به يې هم په سعودي کې کوي خو طالبانو په خپل قوي اسلامي فکر ورته داسې ځواب ورکړی چې خليلزاد يې هم حيران کړ او هم پښېمان.
طالبانو ورته وويل چې که په مذاکراتو کې دغه ډول نخرې کوې نو داسې معلومېږي چې ته په خپله داعيه کې رښتينی نه يې نو مونږ هم تاسو سره مذاکرات نه کوو، ځکه نو خليلزاد بل ځل قطر ته ولاړ او هلته يې تقريباً شپږ ورځې د طالبانو په دفتر کې تېرې کړې، چې په دې کار سره نړيوالو داسې وانګېرله چې ګواکې خليلزاد د طالبانو عزم ته تسليم شو.
کله چې د مذاکراتو اړوند پنځم پړاو تر سره شو نو ولسمشر غني دا ځل د خپل کمپاين لپاره د لويې جرګې د جوړولو اعلان وکړ او طالبانو ته يې هم پکې بلنه ورکړه چې تاسو هم پکې ګډون وکړئ!
خو طالبانو رد کړه او نور خلک يې هم ورڅخه له ګډون کولو منع کړل، چې دا پخپله د سولې ضد هڅه وه او ولسمشر غني غوښتل چې په دې توګه د هېوادوالو فکر په شپنيو چاپو، بمباريو، وحشتونو او نورو امريکايي او حکومتي بريدونو کې له زياتو تلفاتو څخه بل لور ته واړوي.
او هلته خليلزاد هم دغه دول هڅې پيل کړې په خپله ټويټر باندې يې د طالبانو پسرلني اعلان شوي عمليات وغندل او له سيمه ييزو او ګاونډيو هېوادونو يې وغوښتل چې په طالبانو فشار راوړي او سولې ته يې راضي کړي، د دې تر څنګ يې داسې د افغانستان د ځوانانو په نامه داسې بيانونه هم خپاره کړل چې تاسو اوس خپلو موخو ته رسيدلي ياست او ستاسو پلرونو هېڅ هم نه وو ليدلي بلکې يوازې جنګ يې عادت ګرځېدلی وو خو اوس تاسو پوه شوي ياست.
د خليلزاد چې په دې طريقه هم زړه سوړ نشو نو پاکستان ته راغی او ورڅخه وې غوښتل چې په طالبانو باندې فشار راوړي خو پاکستان ورته وويل چې مونږ په طالبانو اثر نه لرو.
او تر ټولو مهم يې دا چې ولسمشر غني هم په دا وروستيو کې مخې له دې چې د قطر د مذاکراتو شپږم پړاو پيل شي له طالبانو څخه يې په لويه جرګه کې د سولې غوښتنه وکړه او داسې يې وښودله چې ګواکې مونږ هر ځای د سولې لپاره تيار يو خو طالبان نه دي تيار،
خو خليلزاد بيا بلکل د تمې خلاف له طالبانو څخه د وسلې د ايښودلو غوښتنه وکړه او دا يې د سولې لپاره اړين کار وباله.
خو طالبانو يې په ځواب کې ورته وويل چې دا خوب يعنې د وسلې ايښودلو خوب دې اوبو ته ووایه!
د پورتنيو خبرو په اساس ويلی شو چې ولسمشر غني او زلمي خليلزاد دواړو په مترادف ډول د روانو مذاکراتو د سبوتاژ کولو او ګډوډولو هڅې کولې خو چندان کار يې ورنه کړ بلکې لا د دوی حيثيت پکې سر وخوړ.


















